جهان

مېدوېدیف: نړۍ د اتومي جګړې په درشل کې ده

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدیف وايي، نړۍ د اتومي بمونو د کارولو او د بلې نړیوالې جګړې د پیلېدو په درشل کې ده.

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدیف وايي، نړۍ د اتومي بمونو د کارولو او د بلې نړیوالې جګړې د پیلېدو په درشل کې ده. میدوېدیف پرون په مسکو کې غونډې ته په وینا کې دې ته په اشارې چې د اتومي مقابلې خطر شته، ووېیل«ډېر احتمال شته چې نړۍ د درېیمې نړیوالې جګړې په درشل کې وي.» ده د درېیمې نړیوالې جګړې مخنیوی ناممکن ونه باله خو ویې وېیل چې د اتومي جګړې احتمال ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. د اتومي او نړیوالې جګړې په اړه روسي چارواکو تر دې مخکې هم خبرداري هغه مهال ورکړي چې د اوکراین په جګړه کې یې ننګونې زیاتې شوې دي. دوی عموماً په دې ډول خبرداریو هڅه کوي چې لوېدیځوال د اوکراین پوځي ملاتړ محدود کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *