په تورخم کې مځکې ښوېدنې لسګونه لارۍ لاندې کړې
په تورخم بندر کې د درنې مځکې ښوېدنې په پېښه کې ۲ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. چارواکو د سه شنبې په ورځ ووېيل چې په لسګونو لارۍ چې افغانستان ته د را اوښتو لپاره انتظار ولاړې وې تر خاورو لاندې شوې دي.
په تورخم بندر کې د درنې مځکې ښوېدنې په پېښه کې ۲ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. چارواکو د سه شنبې په ورځ ووېيل چې په لسګونو لارۍ چې افغانستان ته د را اوښتو لپاره انتظار ولاړې وې تر خاورو لاندې شوې دي.
د فرانسې خبري آژانس وايي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ پر دغه مهمه دروازه کې د مځکې ښوېيدنې پېښې پر مهال تر ۱۲۰ ډېرې لارۍ له کرښې اوښتو ته ولاړې وې.
د نجات د ۱۱۲۲ بېړنيو خدماتو ادارې یوه ویاند، بلال فیضي ووېيل: «موږ ۲ مړي موندلي او ۸ ټپيان مو روغتون ته انتقال کړي دي.»
نوموړي زیاته کړه چې د مځکې ښوېيدنه دغه پېښه د تورخم دروازې په ۱۲۰ مترۍ کې شوې چې وروسته ېې اورلګېدنه هم رامنځ ته شوې ده.
دا پېښه داسې وخت شوې چې د لاريوو چلوونکي او د هغو کلينران د ګازو له ډبو څخه په استفادې پېشلمي ته خپل خواړه برابرول.
پر ټولنیزو رسنیو د پېښې د ځای انځورنه خپاره شوي چې ښيي باروړونکي موټر د ښوېيدلي غره تر ډبرو لاندې شوي او د نجات کارکوونکي کار کوي.
په سملاسي توګه د دغې مځکې ښوېيدنې لامل نه دی روښانه شوی، خو یوه چارواکي ووېيل چې د سرحدي پوستې څخه په شاوخوا لوړو غونډيوو کې د میاشتو له پاره په یوه انکشافي پروژه کې له درنو ماشين آلاتو استفاده شوې ده.
د علي رضا په نوم چارواکي ووېيل چې د شپې په جریان کې شدید اورښتونه هم کېدای شي په دغه مځکې ښوېيدنې کې رول درولودلی وی. هغه زیاته کړه چې چارواکو لاره د باروړنکو لاریو او نورو موټرو پر مخ تړلې ده، یوازې پلې کسان پرې تګ کولی شي.
تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډيورنډ کرښه تر ټولو مهم او د ګڼې ګوڼې ډګ ترانزيتي او سوداګریزه دروازه ده.