افغانستان

په کابل ښار کې د ناقانونه اشتهاراتو د پاکولو لړۍ پیل شوه

کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کابل ښار کې د ناقانونه اشتهاراتو پاکولو لړۍ د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کابل ښار کې د ناقانونه اشتهاراتو پاکولو لړۍ د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ښار اړوند د ۱۳مې ناحیې مسؤلینو د برچي سړک په اوږدوکې له دیوالونو، تمځایونو او نورو ممنوعه ځایونو څخه د ناقانونه اشتهاراتو د پاکولو لړۍ پیل کړه.

په خبرپاڼه کې د یادې ناحیې د رئيس محمد حامد اميري له قوله ویل شوي، چې د ناقانونه اشتهاراتو د پاکولو لړۍ به دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکولو په دې لړۍ کې له هټیو، د هستوګنې کورونو، سوداګریزو مرکزونو، موسسو او نورو بنسټونو څخه د هغو اشتهاراتو او تابلوګانو پاکول او لرې کول، چې په بهرنیو ژبو او یا غیر معیاري (غیر شرعي انځورونو، غلطو متنونو او یا خو په نامناسب ځای کې ترتیب شوي وي) هم شامل دي.

سرچینې همدارنګه ویلي، چې ټول اصناف او فعالیت کوونکي باید اړونده لوحې او تابلوګانې معیاري کړي او د ملي او سیمه ییزو ژبو اصطلاحات او کلمې پکې وکاروي.

هغه اصطلاحات او کلمې چې، په ملي او سيمه ييزو ژبو کې بدیل ونلري، له دې امر څخه مستثنی دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې توګه به ډېر ژر د اشتهاراتو، لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېسیون، چې کابل ښاروالۍ یې هم غړیتوب لري، په کابل ښار کې خپلې د څارنې برنامې پلی کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *