افغانستان
د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافير بېرته کابل ته راستون شو
د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافير عبيدالرحمن نظاماني چې کابل کې د پاکستان پر سفارت تر بريد وروسته خپل هېواد ته تللی و بېرته کابل ته راغلی او خپله دنده يې پيل کړې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافير عبيدالرحمن نظاماني چې کابل کې د پاکستان پر سفارت تر بريد وروسته خپل هېواد ته تللی و بېرته کابل ته راغلی او خپله دنده يې پيل کړې ده. نظاماني شاوخوا پنځه مياشتې مخکې کابل کې د پاکستان پر سفارت له بريد وروسته پاکستان ته تللی و. د افغانستان بهرنيو چارو ويلي، چې نظاماني بېرته کابل ته راستون شوی او خپل کار يې پيل کړی دی.