له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستو لړۍ چټکه شوې ده
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو دفتر ((آی او ايم)) افغانستان ته د ۵۱۸۱ افغانو اتباعو د بېرته ستنېدو خبره کړې ده.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو دفتر ((آی او ايم)) افغانستان ته د ۵۱۸۱ افغانو اتباعو د بېرته ستنېدو خبره کړې ده.
یادې ادارې وېیلي، چې له دغه کډوالو ۲۶۷۹ يې د تورخم له لارې او ۲۵۰۲ يې د چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې دا هم راغلي، چې د پاکستان سرحدي چارواکو ۳۲۹ هغه افغانانو ته چې په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اسناد يې نه درلودل، افغانستان ته د دوی د ستنېدو لپاره آسانتياوې برابرې کړې دي.
د پاکستان د «آی او ايم» دفتر ليکي، د تورخم اود چمن په دروازو کې د روان کال د جنورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۲۵ مه پورې دوي ۱۸۹۲۶ هغه بې اسناده افغانان ثبت کړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
بل لور ته راپورونه څرګندوي،چې د روان ميلادي کال له پيل راهيسې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو چلند نور هم خراب شوی او له دې امله زیات کډوال افغانستان ته په ستنیدو مجبورېږي.