افغانستان

له هراته بهرنیو هېوادونو ته د څه باندې  ۷۶ زره ټنه سوداګریزو توکو صادرات

د هرات سوداګرۍ او پانګونه خونه وایي، په تېر یوه کال کې له دغه ولایته څه باندې ۷۶ زره ټنه بېلابېل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د هرات سوداګرۍ او پانګونه خونه وایي، په تېر یوه کال کې له دغه ولایته څه باندې ۷۶ زره ټنه بېلابېل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، تېر یوه کال کې له دغه ولایته بهرنیو هېوادونو ته د بېلابېلو توکو د صاداراتو په برخه کې ۱۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.  په دغو صادراتي توکو کې وچه او تازه مېوه، غیرالکولي مشروبات، لبنیات، طبي بوټي او حبوبات شامل دي. د دغو صادراتي توکو بیه ۱۰۲مېلیونه ډالرو ته رسېږي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضي زاده وايي:«په ۱۴۰۱ کال کې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو څانګې له لارې ۷۶ زره او ۳۰۰ ټنه بېلابېل توکي د خلیج حوزې هېوادونو، امریکا، اروپا او ګاونډیو هېوادونو ته صادرات لرلي دي.»

د لوېدیځ حوزې د صادرونکو ټولنه وایي، که حکومت ورته په روان کال کې اسانتیاوې برابرې کړي، د تېر کال پرتله به د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.

د لوېدیځ حوزې د صادرونکو ټولنې مرستیال مهدي اکرمي څرګندوي:«په اروپايي هېوادونو کې د ښو مارکېټونو د ترلاسه کولو لپاره، د سوداګرۍ وزارت د سوداګر لپاره د نندارتونونو د جوړولو له لارې کولای شي د صادراتو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي .»

د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس وویل:«د هرات ځايي اداره د صادرات له زیاتوالي هرکلی کوي او په دې برخه کې له سوداګرو سره همکارۍ ته چمتو ده.»

د هرات صادراتي توکي د امریکا د متحده ایالتونو په ګډون د نړۍ ۲۵ هېوادونو چین، کاناډا، برېټانیا، او د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو ته صادرېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *