افغانستان

له سريلانکا د افغان کرېکټ کم‌عمره لوبډلې د لوبلړۍ ګټل او لاسته راوړنې

د افغانستان تر نولس کلونو کم‌عمره لوبډلې د ۲ یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې سریلانکا ته ۲-۰ ماتې ورکړه.

د افغانستان تر نولس کلونو کم‌عمره لوبډلې د ۲ یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې سریلانکا ته ۲-۰ ماتې ورکړه. دغه لوبلړۍ چې د اپریل په لومړۍ نېټه د عربي متحدو اماراتو په ابوظبۍ  ښار کې پیل شوې وه، په ترڅ کې یې پرله‌پسې دوه سیالۍ ترسره شوې او افغان لوبډلې وګټلې.

د دویمې لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

سریلانکا لوبډلې د لوبې په ۳۷م اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۱۶۲ منډو هدف یې وټاکه.

د دوی لپاره ویهاس تیومیکا ۳۳ او دویندو راناتونګا ۲۸ منډې ترسره کړې.

د افغان لوبغاړو په توپ اچونه کې فریدون داودزي او کامران هوتک ۳-۳ او یما عرب ۲ لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکا له‌خوا ټاکل شوی هدف افغان لوبډلې د لوبې په ۳۳م اور کې یوازې د ۴ لوبغاړو په تاوان ترلاسه کړ او د ۶ وېکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

افغان ۱۹ کلنې کرېکټ لوبډلې له سريلانکا د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

افغان لوبغاړي نعمان شاه په دویمې سیالۍ کې هم نیمه سلیزه ووهله او ۷۲ منډې یې وکړې.

هغه د دې لوبې او لوبلړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

عربي متحده اماراتو ته د نولس کلنو ځوانانو د سفر په تړاو افغان کرېکټ بورډ وایي: «د متحده عربي اماراتو ابوظبي ته په یاد سفر کې افغان ۱۹ کلنو دریو لوبلړیو کې برخه واخیسته، چې لومړی یې له بنګله‌دېش لوبډلې سره د دوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړه او ۱-۱ برابره پای ته ورسېده. ورپسې افغانستان، سریلانکا او بنګله‌دېش په خپل منځ کې درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کړه چې اتلولي یې بنګله‌دېش په خپل نوم کړه خو وروستۍ د دوه سیالیو لوبلړۍ د افغانستان او سریلانکا ترمنځ ترسره شوه، چې افغان لوبډلې ۲-۰ وګټله.»

د ویلو ده چې د افغان نولس کلنې لوبډلې دا لوبیز سفر هم همدلته بشپړ شو او ډېر ژر له افغانستان ته ستنه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *