جهان
د جرمني د صدراعظم مرستيال اوکراين ته تللی
د جرمني د صدراعظم مرستیال رابرت هابیک پر سیاسي مسایلو د بحث لپاره پرون دوشنبه د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد. له هغه سره په سفر کې د سوداګرو کوچنی پلاوی ملګری دی.
د جرمني د صدراعظم مرستیال رابرت هابیک پر سیاسي مسایلو د بحث لپاره پرون دوشنبه د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد. له هغه سره په سفر کې د سوداګرو کوچنی پلاوی ملګری دی. دغه سفر تر ډېره په پرمختیايي چارو او د انرژۍ په سکټور کې پر همکارۍ متمرکز دی. هابیک چې د جرمني د صدراعظم مرستیال او د اقتصاد وزیر دی، کییف ته د سفر په درشل کې وېیلي وو: هدف يې اوکراین ته هیله ورکول دي، چې دغه هېواد به تر جګړې وروسته بېرته رغول کېږي. د ده په وینا د پانګونې په برخه کې هم له وړاندې پرېکړې شوي، چې په کومو ځایونو کې به وشي. کله چې روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړی، دا لومړی وار دی، چې هابیک اوکراین ته سفر کوي.