اجتماعی

که د اورښتونو اوبه مهار نه کړل شي  د وچکالۍ ستونزه نه حلېږي!

له نېکه مرغه د نوي کال په را د بره کېدا سره په هېواد کې موسمي اورښتونو زور اخيستی دی، چې کروندګر يې هيله من کړي دي، له هلمنده خبرونه خپاره شول، چې کروندګرو وروستيوو بارانونو ته ډېره خوښي ښکاره کړې ده، هغوی وېيلي چې د وچکالۍ ستونزه به يې تر ډېره حل شي، هلمند هغه ولايت دی، چې د افغانستان لپاره تر ډېره غله او نور د اړتيا وړ کرنيز حاصلات برابرولی شي.

حمزه

له نېکه مرغه د نوي کال په را د بره کېدا سره په هېواد کې موسمي اورښتونو زور اخيستی دی، چې کروندګر يې هيله من کړي دي، له هلمنده خبرونه خپاره شول، چې کروندګرو وروستيوو بارانونو ته ډېره خوښي ښکاره کړې ده، هغوی وېيلي چې د وچکالۍ ستونزه به يې تر ډېره حل شي، هلمند هغه ولايت دی، چې د افغانستان لپاره تر ډېره غله او نور د اړتيا وړ کرنيز حاصلات برابرولی شي. خو په همداسې حالت کې د افغانستان د اورښتونو اوبه ګاونډيوو هېوادونو ته روانې دي، دغه راز حالت له بده مرغه د جګړو او هېوادنيوو ستونزو له امله نه دی کنټرول شوی.

دلته په کور د ننه هم د اورښتونو د اوبو د نه کنټرول له امله يوځل بيا وروستي اورښتونه د سختو سېلابونو سبب شوي ،زورورو سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، سلګونو کورنه يې وران او يا ويجاړ کړل او همدا راز يې د کرندګرو کروندې وړې دي.

د دغو زيانونو د مخنيوي او همدا رنګه د وچکالۍ د له منځه وړلو لپاره، غوښتنې ډېرې شوې دي او د خلکو ټيګار دا دی، چې د افغانستان اوبه بايد مديريت کړل شي. د چارو کتونکي په اوږد مهال کې د وچکالۍ د زیانونو د مخنیوي لپاره د سیندونو، ورښتونو او نورو روانو اوبو په زېرمه کولو او د موجودو اوبو په سپمولو ټینګار کوي. که دا کار ونه شي، نو د وچکالۍ تسونزه به هم هېڅکه حل نه شي!

د وچکالۍ د مخنيوي او همدا رنګه د افغانستان د اوبو د مهارولو لپاره ښه پلانونه طرحه شوي هم دي، اوس د چارواکيو دنده ده، چې خپل مسووليت په ښه توګه ادا کړي، له يوې خوا د شفافيت او د چارو د ښه تر سره کېدا مسئله مطرح ده او له بلې خوا په هېواد کې د جګړې او ناامنيوو لمن ورټوله شوې ده. په دغه راز حال کې د عوايدو د بې ساري راټولېدا خبرونه هم ورکول کېږي، نو بايد د اوبو د مهار لپاره هڅې ګړندۍ کړل شي.

وروستي بارانونه په داسې حال کې زور اخلي، چې په افغانستان کې د مځکې پر مخ اوبه په بې ساري ډول کمې شوې دي. په افغانستان کې د مځکې پر مخ یا برسېرنو اوبو دغه کموالي خلک له ګڼو ستونزو او اندېښنو سره مخامخ کړي دي.

د څېړنو له مخې د افغانستان د مځکې پر مخ ۵ لویې سیندیزې یا اوبیزې حوزې دي چې بیا هره یوه حوزه لوی او واړه رودونه له ځان سره را نغاړي.

امو، هریرود، مرغاب، کابل او شمالي سیندیزه حوزه د افغانستان د مځکې پر سر لویې اوبیزې سرچینې دي د معلوماتو له مخې د ټولو دغو حوزو ۹۰ نوي سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال بنسټ یا سېف د چلډرن د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لړم یا عقرب میاشته کې ووېیل، افغانستان کې ۱۲ میلیونه هغه ماشومان د کافي خوړو له نشتوالي یا کموالي سره مخامخ دي چې کورنۍ یې په کرنه او مالدارۍ لګیا دي.

د سیف د چلدرن د معلوماتو له مخې ۶۰ فیصده افغانان په کرنه او مالدارۍ لګیا دي، خو د دوی په راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې پراخېدونکې وچکالۍ د دغو خلکو ژوند ته یو لوی ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم د هم د تېر کال د لیندۍ یا قوس میاشتې په لومړیوو کې اټکل وکړ چې راتلونکی کال به افغانستان کې وچکالي نوره هم زیاته شي.

افغانستان د ۲۰۲۲ کال د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې چې په مصر کې جوړ شوی و، د هغو هېوادونو په ډله کې راغی چې له اقلیمي بدلونه اغېزمن شوی دی.

د اوبو د چارو متخصصین وایي، که حکومتونه د باران او واورو اوبو د زېرمه کولو سیستمونه جوړ کړي، افغانستان وچکالۍ سره نه مخامخېږي. د افغانستان د مځکې پر سر اوبو سرچینې تر ډېره د واورو او بارانونو اوبه دي چې واورې په کې د ژمي پرمهال زېرمه کېږي او بیا د هوا په ګرمېدو راویلې کېږي.

په افغانستان کې په کلني ډول ۳۵۰ ملي متره باران کېږي او د ژمي پر مهال په پامیر او هندوکش غرونو کې د وارې کچه هم شاوخوا یو متر ته رسېږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، دوی هم د اوبو وضعیت څاري او مدیریت لپاره یې وړې او لویې پروژې په پام کې لري. د دغه وزارت ویاند اختر محمد نصرت وېیلي، لویې او ستراتیژیکې پروژې یې د مالي ستونزو له کبله له عملي کېدو پاتې دي.

لکه وړاندې مو چې ووېيل، بايد دا پروژې عملي کړل شي، په دې پروژو کې يوه ډېره مهمه پروژه د سېلابونو د مخنيوي او دغه راز د اوبو د زېرمه کولو لپاره دا وه، چې د غرونو په لمنو کې په څو مترۍ کې واړه او لږ ژور څاه ګان کيندل کېدل، چې دا پروژه په يو شمېرو سيمو کې عملي شوې هم ده. خو اوس پاتې ده، چې بايد بشپړه او عملي کړل شي. بل دا چې د اوبو د مديريت ملي ادارې چې اوس بېرته د انرژۍ او اوبو په وزارت پورې تړل شوې، د اوبو د مديريت لپاره ډېرې هڅې وکړې او ښه پلانونه په دې برخه کې لري. دغه پلانونه بايد عملي کړل شي او افغانستان د وچکالۍ له خطره وژغوري.

د ولس ټينګار پر دې ځکه ډېر دی، چې د خلکو ستره اندېښنه دا ده، چې په اوس وخت کې د اوبو مسئله ډېره مهمه شوې او په سيمه ييزه او نړيواله کچه هڅې دا دي، چې اوبو ته د لاسرسي دا ستونزه حل کړل شي. خو دا به له لويو لويو شخړو هم خالي نه وي، وړاندې له دې، چې شخړو ته خبره ورسېږي، افغانان بايد خپلې اوبه خپلې کړي او د دغو اوبو د مديريت لپاره لاس په کار شي!

بايد ووېيل شي، چې له نېکه مرغه افغانستان د اوبو له کمبود سره مخ نه دی، بلکې پراخ اوبه خور لري، خو د مديريت لپاره يې د کار اړتيا ده. که اوبه مدريرت کړل شي او د اوبه خور عصري سيستم پلی کړل شي، نو وچکالي هم له منځه ځي او افغانستان د صداراتو له اړخه د سيمې او نړۍ پر غني هېواد بدلېدای شي، په هغه صورت کې افغانان له فقر څخه ژوغورل کېدای شي او تپل شوې جګړې به هم د تل لپاره له هېواده ورکې شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *