افغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مشرتابه د ۱۴۰۲ کال لومړۍ ناسته ترسره شوه

د اطلاعاتو او  کلتور وزارت د مشرتابه د ۱۴۰۲ لمریز کال لومړۍ ناسته پرون د دغه وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه.

د اطلاعاتو او  کلتور وزارت د مشرتابه د ۱۴۰۲ لمریز کال لومړۍ ناسته پرون د دغه وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د اطلاعاتو او  کلتور وزارت مرستیالانو، رئیسانو او نورو مسئولینو ګډون کړی او د تېرو ناستو د پرېکړو د تعقیب په اړه پکې لازم تصمیمونه ونیول شول او په مختلفو موضوعاتو پکې بحث او خبرې اترې وشوې.

په ناسته کې همدارنګه د روان کال لپاره د وزارت په ستراتېژۍ او د نشراتي،  فرهنګي او نورو فعالیتونو د پراختیا په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

د اطلاعاتو او  کلتور وزارت د مشرتابه په ناسته کې همدارنګه پرېکړه وشوه، چې په مرکز او ولایتونو کې د فعالیتونو د ارزونې په موخه د پلاوي ټاکلو او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له لوري د رسنیو د قوانیو د بیا کتنې په موخه ټاکل شوي کمېسیون هم د خپلو فعالیتونو راپورو وړاندې کړ.

په ناسته کې همدارنګه د هغې هوکړې په تړاو هم خبرې وشوې، چې په نږدې راتلونکي کې به د یاد وزارت او استخباراتو عمومي ریاست، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او امربالمعروف وزارتونو ترمنځ ورستۍ او رسنیزه شي او له مخې به يې د رسنیو او خبریالانو اړوند ستونزې او موضوعات به د دولت د مطبوعاتي او نشراتي واحد په توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون له لوري حل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د هېواد د ټولو خبریالانو د ثبت، راجستر او کارت ورکولو په تړاو هم خبرې وشوې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *