افغانستان

ننګرهار کې پر څه باندې ۸ زره جریبه ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوې

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وايي، چې د دغه کانال پر ۸ زره ۳۸ جریبه ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوې دي.

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وايي، چې د دغه کانال پر ۸ زره ۳۸ جریبه ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوې دي.
د دغه ولایت د کانال ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه ځمکه په اجاره ورکړل شوې، چې پر۴ زره ۳۳۰ جریبه ځمکه خټکي او پر ۳ زره ۷۰۸ جریبه هندواڼې کرل شوې دي.
د مسوولینو په وینا، سږ کال به په دغه ولایت کې نورو کلونو په پرتله د خټکیو او هندواڼو حاصلات زیات وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *