افغانستان

د بغلان د غوري سمنټو فابریکې تولیدات زیات شوي

د بغلان د غوري سيمنټو فابريکو مسوولين وايي، چې د نوې ماشینرۍ به پېرلو سره دوه برابره ددې فابريکو توليد د پخوا په پرتله ډېر شوي دي.

د بغلان د غوري سيمنټو فابريکو مسوولين وايي، چې د نوې ماشینرۍ به پېرلو سره دوه برابره ددې فابريکو توليد د پخوا په پرتله ډېر شوي دي.
د غوري سيمنټو د فابريکو مالي او اداري مرستيال عبدالوکيل قيومي وېيلي، چې د غوري سيمنټو فابريکو توليد د تېر حکومت پرمهال په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ ټنه وو، خو اوس د نوې ماشينرۍ په پېرلو او نصب کولو سره يې توليد په ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۰ ټنوته لوړ شوي .
قيومي زياته کړه ،چې د غوري سيمنټو د دواړو فابريکو د نصب ظرفيت په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۰ ټنه دي خو د اوس لپاره ۶۰۰ ټنه توليد کوي او ټينګار يې دادي چې که د وسايطو د جوړېدو او د برېښنا او سکرو د کمښت ستونزه يې حل شي نو په ۲۴ ساعتونو کې به دغه فابريکې ۸۰۰ ټنه سيمنټ توليد کړي.
د بغلان د اقتصاد رييس عبدالمتين اخندزاده رسنيوو ته وېيلي، چې د غوري سيمنټو فابريکو لپاره نوې ماشينري له چين او ايران هېوادونو څخه د ۱۸ ميليونه افغانيو په ارزښت پيرل شوې چې په نصب کولو سره يې توليد ډېر شوي دي.
د غوري سيمنټو فابريکو مسوولين وايي، چې اوس د ټول افغانستان د اړتيا وړ شپږ سلنه سيمنټ دغه فابريکې توليد کوي او ټينګار يې دادی، چې که د ماشينرۍ، برېښنا او ګڼو نورو برخو کې د دوی ستونزې هوارې شي،نو توليد به په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰۰ ټنو ته ورسوي ،چې ورسره به دټول هېواد د اړتيا وړ ۱۴ سلنه سيمنټ توليد شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *