افغانستان

اسلامي امارت: د جرمونو په څېړنو کې جدي یوو

د افغانستان اسلامی امارت د بښنې د نړیوال سازمان هغه غوښتنه بې ځایه وبلله چې له ملګرو ملتونو یې په افغانستان کې د بشريت ضد او جنګي جرمونو د څېړنې د یوه ميکانېزم جوړولو غوښتنه کړې

د افغانستان اسلامی امارت د بښنې د نړیوال سازمان هغه غوښتنه بې ځایه وبلله چې له ملګرو ملتونو یې په افغانستان کې د بشريت ضد او جنګي جرمونو د څېړنې د یوه ميکانېزم جوړولو غوښتنه کړې. د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا غږ کړی چې داسې جوړښت رامنځته کړي چې په خپلواکه توګه د نړیوالو قوانینو له مخې د جنګي او بشریت ضد جرمونو په اړه څېړنې وکړي چې له دې لارې به د دې جرمونو عاملین معلوم شي او د عدالت د تامین لپاره شواهد تر لاسه او تحلیل شي. د اسلامی امارت ویاند وايي، له بیرونه د ورته څېړنو خبره یوازې تبلیغاتي بڼه لرلي شي، په داسې حال کې چې د دوی محاکم د جرمونو په څېړلو کې جدي دي. هغه دغه راز وویل، دا چې ملګرو ملتونو د دوی حکومت په رسمیت نه دی منلی نو دا به په دې مانا وي چې د ملګرو ملتونو ورته څېړنې به هم اساس نه لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *