افغانستان
نویو اقتصادي زونونو کې بهرنیو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې پر اقتصادي زونونو د بهرنیو ځواکونو د پوځي اډو د بدلولو لپاره هڅې روانې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې پر اقتصادي زونونو د بهرنیو ځواکونو د پوځي اډو د بدلولو لپاره هڅې روانې دي. د یاد وزارت ویاند وايي، چې پر کورنیو پانګوالو سربېره بهرنیو پانګوالو هم لېوالتیا ښودلې چې، په دغو زونونو کې پانګونه وکړي. بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د اقتصادي زونونو جوړېدل به د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې ښه اغېز ولري. ورته مهال اقتصاد وزارت وايي، چې د اقتصادي زونونو په جوړېدو سره به د هېواد اقتصاد وده وکړي او خلکو ته به د کار زمینه برابره شي. تر دې وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي کمېسیون ویلي، چې په لومړي ګام کې به کابل او بلخ کې پر پوځي اډو په ازمایښتي توګه کار پيل شي.