افغانستان

د هېواد خارجه وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي او مل پلاوي سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي او مل پلاوي سره وکتل.
مولوی متقي په دغه کتنه کې د اسلامي امارت په وروستیو لاسته راوړنو، سیاسي پرمختګونو، سوداګریز او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې او د ایران هېواد څخه یې مننه وکړه، چې په ایران کې بندي افغان زندانیان یې افغان حکومت ته وسپارل او لایې هم د سپارلو لړۍ روانه ده.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ایران سفیر ډاډ څرګند کړ، چې ایران له افغانستان سره لا زیاتو همکاریو ته ژمن دی.
قُمي زیاته کړه، چې هېواد يې چمتو دی، افغاني محصولات او میوې په ښه قیمت وپېري او د کرنې د ودې په برخه کې له افغان بزګرو سره هر اړخیزې همکارۍ ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه کتنه همداراز د ګڼو سیمیزو مسایلو او روانو جریاناتو سربېره د سوداګرۍ په وده او اورګاډي د پټلیو دغځولو په کار کې د چټکتیا په اړه تفصلي خبرې وشوې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *