اخبارافغانستان

د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د واورې، باران او سیلابونو احتمال

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وايي، نن (یکشنبه د ثور ۲مه) د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو امکان شته.

د هوا پېژندنې ادارې نن (یکشنبه، ثور ۲) په ننگرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بغلان، تخار، بدخشان، کابل، میدان‌ وردک، بامیان، دایکندی، ارزگان، زابل، غزنی، پکتیکا، خوست، پکتیا او لوگر ولایتونو کې د واورې، باران او سیلابونو وړاندوینه کړې ده. د هوا پېژندنې ادارې د واورې د اورېدو اټکل له ۱۵ تر ۳۰ سانتي مترو او د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په تېره يوه اوونۍ کې د هېواد بېلابېل ولايتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وو.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت په ډاګه کړې، چې د دغو بارانونو او سیلابونو له امله تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي او ۲۵۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *