اخبارافغانستان

په ۲۲مه ناحیه کې یو تفریحي پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

ښاریانو ته د تفریحي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه،د ۲۲مې ناحیې دویم ګذر اړوند د بګراميو په سیمه کې د یوه تفریحي پارک د جوړېدو چارې بشپړې او دکابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له خوا په داسې حال کې  چې د یادې ناحیې یو شمېر اوسيدونکو هم حضور درلود د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پرانیستې په هغه مراسمو کې چې له همدې امله په یاده سیمه کې جوړ شوي وو، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر له مالي ملاتړ او له غصب څخه د یاد پارک د ځمکې د بېرته راګرځولو په برخه کې د سیمې له اوسېدونکو مننه وکړه.

ښاغلي سجستاني د پارک د ساتنې په اړه وویل: د دغه پارک اصلي مالکان خپله د سیمې اوسېدونکي دي او ساتنه یې هم باید خپل مسئولیت وګڼي؛ ځکه کابل ښاروالي نشي کولای په یوازې توګه د ښاریانو له مرستې پرته له ټولو زرغونو سیمو څخه ساتنه وکړي.

یاد پارک په(۱۴٠٠٠) متر مربع ځمکه کې د احاطې د دېوال، پلو لارو، د اوږدو څوکیو نصبولو، د خړوبولو لپاره د یوې څاه د کیندنې، چمن او ګلانو کرلو او نیالګیو کینولو په ګډون، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۸ میاشت په موده کې په معیاري توګه جوړشوی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *