اخبارافغانستان

په هرات کې د ګلبهار سمنټو ودانۍ د عملي چارو په پیل سره، زرګونو کسانو د کار زمینه برابرېږي

د ګلبهار ګروپ شرکت رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې، د هرات په زنده جان سیمه کې د ګلبهار سمنټو د ودانۍ د عملي چارو د پیل په اړه خبرې کړې دي.

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست هم، د ياد شرکت فعاليتونه ستایلي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې سراسري امنيت او د پانګونې مناسب فرصتونه برابر شوي چې ملي او نړيوال پانګه وال کولی شي په پوره ډاډ سره د هېواد په کاني زېرمو کې پانګونه وکړي.

هغه، دغه راز د شرکت رئیس ته د وزارت د مشرتابه او تخنیکي ټیم له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ټاکل شوې ده د یادې ودانۍ عملي چارې نن پیل شي او د یوه کال په موده کې به دغه شرکت د سمنټو تولید پیل او هر کال به یو میلیون ټنه سمنټ استخراج کړي.

همدا رنګه، په یاده پروژه کې چې د ١٤٢ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې سره د ٣٠ کلونو لپاره له ګلبهار ګروپ شرکت سره یې تړون لاسلیک شوى دی؛ په مستقيم ډول له ۵۰۰۰ زرو زياتو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي او افغانستان به د سمنټو په برخه کې پر ځان بسيا او صادرات هم ترسره کړي.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *