د لوګر د پوهنې ریاست مسئولین وايي، چې په یاد ولایت کې د وایفا موسسې له خوا ۲۶۲ سیمه ییز ټولګي جوړ شوي دي.
د لوګرد پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې یادې موسسې د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د لوګر پوهنې ریاست په برخه کې خپل فعالیت پیل او له زده کړو پاتې شویو ماشونوما ته یې ۲۶۲ سیمه ییز ټولګي جوړ کړي دي.