د نورستان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز پارون، واما، وایګل او منډول ولسوالیو پر۲۸۰۰ مالدارو کورنیو د دوی د مالدارۍ د ودې او پراختیا په موخه نغدې پیسې وېشلي دي.
د نورستان ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۶۷۹۰ افغانۍ او د رشقې درې کیلو ګرامه تخم د دوی د څارویو د خوراکی خوندیتوب په موخه ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارا نو ملاتړ او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور خوندیتوب او پراختیاته زمینه برابرول دي.