اخبارافغانستان

په کندهار کې ۵ شنې خونې جوړيږي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د یاد ولایت د مرکز په ګډون په ۴ ولسوالیو کې د موسمي سبزیجاتو د کرلو د دودولو په موخه د شنې خونې د جوړولو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګیالی سمون د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د کرنې وزارت له لوري ۶۸۰ زرو افغانیو په لګښت د موسمي سبزیجاتو   د کرلو او دودولو په موخه د کندهار ښار ترڅنګ په دامان، ډنډ، خاکرېز او ژړۍ ولسوالیو کې په آزمایښتي ډول ۵ شنې خونې جوړيږي. هېره دې نه وي، چې   په هره شنه خونه ۱۷۰ زره افغانۍ لګول کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *