په پکتیا کې د امنیې قومندانۍ مسؤلین وايي، چې د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه تر دې مهاله دغه روزنیز مرکز څخه د سوېل ختیځ زون په کچه ۳۰۰۰ زره ۹۷۰ پولیس له مسلکي او عقیدتي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.
په ورته وخت کې په یاد ولایت کې د اسلامي پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان مولوي سمیع الله خالد وايي، چې یاد شمېر پولیسو ته د وسلو تخنیک، د چک پواینټ اصول، خلکو سره د ښه چلند، لومړنیو طبي مرستو، پر دښمن د عملیاتو د تر سره کولو او ورته نورو اړینو برخو کې اساسي مسلکي او عقیدتي زده کړې ورکړل شوې دي.
د هغه په خبره د پخوا په پرتله اوس پوليس زیات مسلکي شوي او ولس ته د پوره خدمت او امنیت ډاډ ورکوي.
د یادونې وړده، چې په دغه روزنیز مرکز کې د سوېل ختيځ زون “پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر” ولایتونو پولیسو ته مسلکي او عقیدتي زده کړې ورکړل شوې چې اوس مهال په اړوندو ولایتونو کې دندې ترسره کوي.