اخبارافغانستان

د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې بهیر د ساده کولو په موخه غونډه دائره شوه

د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې بهیر د ساده کولو په موخه غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ د چارو ادارې د چارواکو او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یوشمېر ییسانو په شتون کې دائره شوه.

دغه غونډه چې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ په مرستیالۍ کې جوړه شوې وه، د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې د اداري پروسو په ساده کولو، د جوازونو د وېش د پروسې په ساده کولو، د خدماتو د عرضې پر ښه والي او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیا برابرولو په اړه بحث اود نظرونو تبادله وشوه.

په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني پانګوالو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د کرنې وزارت د هڅو په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د پانګوالو لپاره به د خدمتونو د وړاندې کولو ټول پړاوونه اسانه کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *