اسلامیمقالات

د رسول الله صلی الله علیه وسلم قرآني اخلاق!

الله ج وایي: ژباړه : او یقیناً ته د اخلاقو په لوړه درجه کې یې.(قلم۴)

رسول الله(ص) په غوره اخلاقو کې لوړې درجې ته رسېدلی و او د همدې غوره خویونو لپاره یې بلنه او دعوت کولو، نبي کریم ص وایي: ژباړه: زه د دې لپاره استول شوی یم چې غوره اونېک اخلاق بشپړ کړم.(احمد حاکم۲/۳۵۸).همدا راز د عایشې رض څخه د محمد ص د خویونو په اړه پوښتنه وشوه نو هغې ورته وویل: ژباړه: د هغه اخلاق قرآن کریم و.(مسلم ۱/۲۶۴)

یعنې د قرآن کریم امرونه یې پر ځای پوره پوره عملي کول او له منع شویو څخه یې ځان په کلکه ساته، د قرآن مجید هر څیز یې په ژوند کې پلی کړی و.

انس بن مالک رض وایي:.  ژباړه: رسول الله ص په ټولو خلکو کې د غوره اخلاقو څښتن و.(مسلم۸۲)                          نو رسول الله ص به بیا هم ځان ته د ښو خویونو لپاره دعا کوله او ویل به یې چې: ژباړه: اې الله ج! د غوره او ښایسته اخلاقو لوري ته مې لارښوونه وکړه، له تا پرته بل څوک د ښو خویونو لپاره لارښوونه نه کوي او له ما بد او ناوړه خویونه لرې کړه چې له تا پرته بل څوک له ما بد او ناوړه خویونه نه شي ګرځولی.( مسلم۲۷۵)

د رسول الله ص ټول غوره خویونه څوک نه شي بیانولی، دلته به په لنډون سره یو څو ذکر کړو( د هغه تواضع، رحمت او شفقت، سخا، شجاعت او زړورتیا، صدقه، صبر او زغم، امانت، حیا او په وعده باندې وفا)

۱ــ تواضع، عاجزي او خاکساري: دا یو غوره صفت دی، ښایسته ښکلې طبع ده، معنی یې دا ده چې کبر او غرور نه کول، پر ځان باندې اعتزاز کول، دا داسې غوره خوی دی چې الله ج رسول الله ص ته ورکړی و او دا یوازې فاضلانو، پوهانو، او هوښیارانو ته ورکړل شوی، هغوی ته چې حق پېژني او په ریښتیا سره یې پېژني. چا چې د الله ج لپاره تواضع غوره کړه الله ج به هغه لوړ کړي.    (مسلم۴/۲۱) الله ج هغه ته واک ورکړ چې نبي یا پاچا وي، یا نبي او بنده وي نو هغه نبوت او بنده ګي غوره کړه.(هذا الحبیب یا محب۴۲۲). نو د ده لپاره د الله ج له خوا دا شرف بس دی چې په عبد(بنده) سره یې موصوف کړی دی؛ الله ج وایي: ژباړه: سپېڅلی دی هغه ذات چې خپل بنده یې د شپې له مسجد حرام څخه تر مسجد اقصی پورې بوتللو.( اسراء/۱ )

رسول الله ص به خپل اصحاب له دې ایسارول چې د ده ستاینه وشي، لوړ وګڼل شي، سره له دې چې هغه د ادم علیه السلام د اولاد سردار دی، ویل به یې: ژباړه: نو زه د الله بنده یم تاسې هم ما ته د الله بنده( عبدالله) او د هغه رسول ووایئ.(فتح الباري۸/۳۰۸). چا هغه ته غږ کړ یا خیر البریة نو ده ورته وویل: (هغه ابراهیم ع و.)   (مسلم۴/۹۷)

تر ټولو جالبه او هېښوونکې دا چې ده ساتونکي او دربانان نه لرل، که چا به وغوښتل چې له ده سره وګوري نو هر وخت یې ورسره کتلی شول. یوه ورځ یو سړی ورته راغۍ ولې هیبت پرې راغی او ورپېده، نو ده ورته وویل: (پر خپل ځان دا کار اسانه کړه، زه کوم پاچا نه یم، زه د یوې داسې ښځې زوی یم چې وچه غوښه( د لاندي غوښه) به یې خوړله).    (سنن ابن ماجه۳۳۱۲ حدیث). نبي کریم ص خپل ټول کارونه په خپله کول، خپل کارونه یې په نورو نه تر سره کول، بلکې د نورو کارونه به یې هم ورسره کول، له خپلو مېرمنو سره یې د کور په کارونو کې هم مرسته کوله.

۲ــ رحمت او شفقت: الله ج خپل بنده او رسول ص د مخلوقاتو لپاره رحمت استولی و؛ الله ج وایي:

ژباړه: (موږ ته د ټولو جهانونو لپاره یو رحمت رالېږلی یې! ).  (انبیاء/ ۱۰۷). د ټولو مخلوقاتو لپاره یې رحمت داسې و، نېکانو ته یې د ښو پایلو زېری ورکړ او بدان یې له بدو نتایجو ووېرول، د حق لور ته یې راوبلل او له باطله یې وډار کړل، ځکه یې ډارول څو له ناوړه اعمالو څخه ځان وساتي، دا یې رحمت او شفقت و، الله ج وایي:  ژباړه: اې خلکو! تاسو ته داسې رسول راغلی دی چې له تاسو څخه دی، هغه ته ستاسو هر یو کړاو ډېر ګران(سخت) معلومیږي، هغه ستاسو په ګټو ډېر حریص دی، په مؤمنانو ډېر مشفق خورا مهربان دی.(توبة ۱۲۸).

په خپل امت خورا رحیم او مهربان و، کله چې د طائف وګړیو هغه په ډبرو وویشت، د مبارک سر وینې یې پښو ته ورسېدې، خو هغوی ته یې ښېرا ونه کړې، بلکې دعا یې ورته وکړه: (اې الله زما قوم ته هدایت وکړه ځکه هغوی نه پوهیږي!)

په خپلو امتیانو دومره مشفق و چې کله به یې لمونځ کاوه او د ماشوم ژړا به یې واورېده نو لمونځ به یې لنډ کړ، له انسانانو پرته په حیواناتو هم مهربان و، وایي :  ژباړه: کله مو چې ذبح کوله نو په ښه طریقه سره یې وکړئ. (مسلم/۸۵۲). او همدا شان کله چې د رسول الله ص ګران زوی ابراهیم وفات شو له سترګو یې اوښکې وبهېدې نو سعد بن عباده رض ورته وویل: اې رسول الله دا څه دي؟ ځواب یې ورکړ: یعنې دا رحمت دی چې الله ج د خپلو بندګانو په زړونو کې ایښی دی. (مسلم۲/۳۹).

۳ــ سخا او کرم یې: سخا او کرم یو ښکلی صفت دی، سخي، کریم او جواد انسان ورکړه، عطا او سخا کوي، خپل مال د الله لپاره لګوي، له نیستۍ او غریبۍ څخه نه ویریږي او دا د رسول الله ص د اخلاقو څخه یو خوی و، عبدالله بن عباس رض وایي: ژباړه: رسول الله ص په ټولو خلکو کې ډېر سخي او جواد و. (مسلم۴/۷۳).

سخا، کرم او جود د رسول الله ص له صفاتو څخه وچې کله به څه ورسره پیدا شول نو هغه یې د سبا لپاره نه زېرمه کول: ژباړه: نبي ص هېڅ شئ هم د سبا لپارنه ذخیره کولو.( ترمذي مختصر الشمائل۱۸۵)

۴ــ شجاعت او زړورتیا: زړورتیا یو غوره صفت دی چې الله ج خپل نبي ص پرې نازولی دی، هغه په ټولو وګړیو کې شجاع او زړور انسان و، چې په ډېرو سختو مواقفو کې به کلک ولاړ و؛

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم

که خزان راباندې راشي که بهار

انس بن مالک رض وایي: ژباړه: رسول الله ص تر ټولو زړور و. (مسلم۴/۷۲).

په ټولو غزاګانو کې په سر کې( د لښکر په سر کې) روان و، هیڅکله له دښمنه نه وېرېده بلکې دښمنان به له ده څخه ډارېدل او همدا شان په ځینو وختونو کې به اصحاب کرام رض په ده باندې راټولېدل. هیڅکله له دښمنه نه دی تښتېدلی، بلکې دښمن یې ځغلولی دی؛ ابی بن خلف غږ وکړ چې چېرته دی؟ که هغه خلاص شو زه به ونه ژغورل شم، د رسول الله ص لور ته راوړاندې شو، مسلمانانو یې مخه ونیوله؛ خو رسول الله ص ورته وویل: راپرې یې ږدئ، بیا یې په نیزه وواهه چې له اسه راپرېوت.  (هذا الحبیب یا محب۴۱۲).

یو ځل د مدینې منورې اوسېدونکي له یوه غږه ووېرېدل نو د هغه غږ لور ته یې منډې کړې، که ګوري رسول الله ص بېرته د غږ له لوري را روان دی، توره یې په غاړه او د ابو طلحه رض په اس سپور دی.  (فتح الباري۷/۴۵۱ــ مسلم۴/۷۲).

له دې پېښې څرګندېږي چې رسول الله ص زړور انسان و، د نړۍ د نورو مشرانو غوندې نه و چې خپل ځانونه په خپلو ساتونکو ساتي، که د دښمن له خوا غږ څه چې لږ د مرغۍ پر هم واوري بیا پټېږي.

ليكنه: محمدعلي عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *