اجتماعی

دخوراکي توکو په مصرفولو کې ناوړه عادتونه او دودونه

ناوړه دودونه او رواجونه، له زیاته ډکو ټولنیزو، اقتصادي او اخلاقي پدیدو څخه دي، چې دکورنۍ د جوړښت بنسټ کمزورې کوي او د ټولنې اجزاء علیلوي او په ټوله کې د اسلامي امت اقتصادي هوساینه زیانمنوي. دغه ناوړه پدیده، د ایمان د کمزورتیا له امله، په ناسالمه زړه کې ریښې کوي، له ناپوهۍ او ګمراهۍ څخه سرچینه اخلي او د هوا او هوس له پیروي څخه تغذیه کېږي. د اسلام سپیڅلې دین، لکه څرنګه چې د جاهلیت دورې له عقایدو، عادتونو او دودونو سره مبارزه کړې، له هغو ناوړه دودونو او عادتونو سره هم په ټولو حالتونو او په بېلابېلو دورو کې هم مقابله کړې، چې جاهلي سرچینه لري.

شاه محمود درویش

ناوړه دودونه او رواجونه، له زیاته ډکو ټولنیزو، اقتصادي او اخلاقي پدیدو څخه دي، چې دکورنۍ د جوړښت بنسټ کمزورې کوي او د ټولنې اجزاء علیلوي او په ټوله کې د اسلامي امت اقتصادي هوساینه زیانمنوي. دغه ناوړه پدیده، د ایمان د کمزورتیا له امله، په ناسالمه زړه کې ریښې کوي، له ناپوهۍ او ګمراهۍ څخه سرچینه اخلي او د هوا او هوس له پیروي څخه تغذیه کېږي. د اسلام سپیڅلې دین، لکه څرنګه چې د جاهلیت دورې له عقایدو، عادتونو او دودونو سره مبارزه کړې، له هغو ناوړه دودونو او عادتونو سره هم په ټولو حالتونو او په بېلابېلو دورو کې هم مقابله کړې، چې جاهلي سرچینه لري. اسلام خپلو پیروانو ته پنځلس پیړۍ مخکې خبرداری ورکړی، چې په خوراک او څښاک کې او له الهي بې سارونعمتونو څخه په ګټه اخیستنه کې، اسراف دې نه کوي، د اعتدال او منځلاریتوب لاره دې ځپله کړي او په خوراک، څښاک، او اغوستلو او د ژوندانه نورو اړتیاوو کې، د ناوړه عادتونو له پیروي څخه دې ډډه وکړي. د خوراکي توکو په لګولوکې فخر فروشی، ځان ښودل او اسراف، ډېر خوراک او نفس پرستۍ، د مسرفینو او نفساني غرایزو د پیروانو له ځانګړنو او له شیطاني غوښتنو څخه دي. دغه چارې، د انسان پر مخ، دشهوت او خود پرستۍ دروازې پرانیزي، زړه یې پر بېلابېلو افاتو او ناروغیو اخته کوي، او هغه د خدای له عبادت او د نفس، کورنۍ او ټولنې په وړاندې د خپل مسوولیت له ترسره کولو څخه منع کوي. قرآنکریم په دې اړه فرمايي: ( دتوبه  سورت ۷۱ آیت)

ژباړه: « او مومنان او مومنانې یو د بل دوستان دي، دښیګڼې امر کوي له بدیو ایسارول کوي، لمونځونه ترسره کوي، زکات ورکوي او د الله او د هغه د  رسول اطاعت کوي. دا هغه کسان دي، چې الله به ورباندې رحم وکړي بې شکه الله ځیرک برلاسی دي.» د نا اړینو او ناسالمو خوړو په برابرولو او خوړلو او د ګران بیو جامو په اغوستلو کې اسراف او د مال ضایع کول، هغه چاره ده، چې د سلیم فطرت خلاف او د کورنۍ او دټولنې د بیوزلو په حق له ناپوهي ډک تصرف او یو ظالمانه او د نه بښولو کار او د ځمکې پرمخ، د فتنې او فساد، ظلم او بې عدالتۍ دودول دی. دغه چاره، پر عام او خاصو د ناورین او الهي عذاب د نزول لامل ګرځي. الله جل جلاله فرمايي: دانفال سورت ۲۵ آیت

ژباړه: هغې فتنې څخه ځان وساتئ، چې په ځانګړې توګه به یوازې ستاسو هغو خلکو ته نه رسي، چې ګناه یې کړې وي، او پوه شئ، الله د سخت عذاب ورکوونکی دي. « د اسلام له نظره، د خوراکي توکو او جامو په برخه کې د مال ضایع کول او بې ځایه مصرفول، د اسراف له تر ټولو بدو ډولونو څخه دی؛ او په خپل مال کې د شخص اسراف حرام دی؛ ځکه کورنۍ او ټولنه د مال له ضیاع څخه زیانمنه کېږي. له ابو عیسی مغیرة بن شعبة  رضی الله  عنه څخه روایت شوی دی، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: متفق علیه ،خ ۱۴۷۷ مسلم  ۱۷۱۵

ژباړه: الله تعالی، د مور ازارول، د واجباتو منع، د نورود مال غوښتنه او د نجونو ژوندي خښول، پر تاسې حرام کړی دی او د هرې خبرې چې اوریدل شوې وي، بیاویل او زیاته پوښتنه کول(د هغه څه په اړه، چې ګټه نه لري)، ستاسې له خوا په نامشروع چارو کې د مال ضایع کول او مصرفول، مکروه او ناوړه بللې ده. د اسلامي فرهنګ او آداب، د فطرت درعایتولو، د انسان د جسمي او روحي جوړښت، ساده ګي او اسانی او له تکلف او پیچلتیاوو څخه ډډه کولوپر بنسټ او له خود پرستۍ او اسراف پرته، شکل نیولی دی. ددغه ساده ګی او اعتدال خوښونې لازمه دا ده، چې د ژوندانه په بیلابیلو چارو کې دې اسانۍ ترسره شي او د لګښتونو کچه دې ټیټه شي او په هغو چارو کې، چې اقتصادي او اخلاقي وضعیت ته ګټه نه لري، د انرژۍ، وخت او مال د ضایع کېدو څخه، مخنیوی وشي. یو له هغو عمده مواردو څخه، چې کورنۍ د خوراکي توکو پر اسراف لاس پورې کوي، دواده، کوژدې، میلمستیاوو او ان د قرآن کریم د ختمونو محفلونه دي. په دغو محافلو کې، د منفي سیالي له مخې، د خوړوپه برابرولو کې دومره اسراف کوي، چې د چمتو شوي خواړه یوه پر څلورمه برخه، د میلمانو له خوا نه خوړل کېږي او پاتې ډوډۍ ټوله ضایع کېږي. نوایا په داسې یوه ټولنه کې، چې تر نیمايي زیات وګړي یې د بیوزلۍ ترکرښې لاندې ژوند کوي، دغه ډول اسراف اړین دی؟

په محفلونو کې د ډېر لګښت پایلې:

د خوښۍ او غم په محفولونو کې د اسراف او تبذیر د پایلو په تړاو په لاندې برخه کې لنډ بحث کوو:

o اقتصادي ناورین، او د امیندوارۍ او شیدې ورکولو په دوره کې، بشپړې تغذيې اوروغتیايي خدمتونو ته د مور نه لاسرسی.

o پر خوارځواکي، جسمې، عقلي او روحي عقل پر کمزورتیا د ماشوم اخته کیدل.

o د ماشوم او تنکی ځوان ، جسمي او ذهني نیمګړې وده، د خپلو ماشومانو ښوونې او روزنې ته د مور او پلار نه رسیدنه.

o په مناسب عمر کې له واده څخه د ځوانانو بې برخه کېدل.

o د ځوانانو(هلک او نجلۍ) په ناهیلۍ اخته کېدل او ژر زړښت.

o ترټولو مهم، په ذلت او خوارۍ او الهې عذاب، د مسرفینو او فخر فروشانو اخته کېدل دی.

هو! زموږ په هیواد کې په فردي او ټولنیز ژوندانه په چارو کې، ناوړه عادتونه او دودونه واکمن دي. په ځانګړې توګه د تغذيې په مصرفولو کې، پر یوه کلتور بدل شوی دی. دغه کلتور، د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ ورځ تر بلې په داسې بڼه دودېږي، چې خلک د بېلابېلو ګران بیو خوراکي توکو په برابرولو او اخیستلو او مصرفولو کې، دخپلو مالونو په اسراف او تبذیر کې، سیالۍ او ویاړ کوي؛ په ځانګړي توګه، د خوښۍ او واده په مراسمو کې یو زیات شمېر خلک د ډوډۍ د خوړلو او د … لپاره، لوکسو او مجللو هوټلونو ته رادعوتوي. میلمنو ته د خواړو د بېلابېلو ډولونو د چمتو کولو لپاره زیاتې پیسې  ځانګړې کوي او پرې ویاړي، د پیسو د کموالي په صورت کې، خپل باغ یا کور په ګرو ورکوي او یا یې خرڅوي یا داچې له خپلو ملګرو څخه پیسې په پوراخلي، چې دغه ټولې چارې، د بیوزلۍ، اقتصادي ستونزو او د وږیتوب په دوام کې، مهم رول لري او کچه یې زیاتوي. نو پرموږ لازمه ده، چې په ټولو چارو کې، په ځانګړې ټوګه د نااړینو خوړو د چمتو کولو په برخه کې له اسراف څخه په جدي توګه ډډه وکړو او په بدل کې يې، هغه پيسې، چې د خوړو د مصرفولو او نورې بدعدتي چارو کې لګوو، د بیوزلو د مړولو او یا د خپل ځان او اولادونو د راتلونکي ژوندانه د جوړولو په برخه کې یې ولګوو دا ډیره غوره دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *