افغانستان

غازي محمد ایوب خان ښوونځۍ کي یو کتابتون پرانستل سو

پنج شنبه، د هلمند ولایت پوهني ریاست اړوند غازي محمد ایوب خان ښوونځۍ کي یو کتابتون  چي ۱۲۸۰ ټوکه بېلا بېل کتابونه لري د یو لړ مراسمو په ترڅ کي پرانستل سو.

پنج شنبه، د هلمند ولایت پوهني ریاست اړوند غازي محمد ایوب خان ښوونځۍ کي یو کتابتون  چي ۱۲۸۰ ټوکه بېلا بېل کتابونه لري د یو لړ مراسمو په ترڅ کي پرانستل سو.

یادوو جوړوو سویو مراسمو کي د پوهنی رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د ښار پوهني آمریت آمر ډاکټر محب الله همت اغا، د انکشاف مسلکي غړي قاري محمد اغا ارین، د دې ښوونځۍ مسؤلینو او زده کوونکو برخه لرل.

پیل کي د پوهني رئیس ښاغلي انصاري ټولو زده کوونکو ته په خطابي توګه وویل: چي هر زده کوونکی باید یو یو نیالګۍ کښېنوي ترڅو ښار ښکلي او سر سبزه سي، ترڅنګ یې د دې ښوونځۍ کړني د ستایلو وړ وبللي او د دوي له هڅو یې مننه وکړه.

د یادي ښوونځۍ مدیر ښاغلي عبدالحی حزین پخپله هراړخیزه وینا کي د خپلو لاسته راوړنو په تړاو خبري وکړې، او وې وویل: چی په دې روان کال کي مو یو کتابتون، د زده کوونکو اسنادونه کمپیوټري سیسټم ته اړول او د نظم ښه والي لپاره مو مختلفي کمېټې جوړي کړي دي، ترڅنګ یې زده کوونکو یوشمېر ساینسي تجریبي ګډونوالو ته وړاندي کړې.

همدې جوړه سوې غونډه کي زده کوونکو ته د څلور نیم میاشتنۍ ازموینو پایلي اعلان سوې او اول نمره سوي زده کوونکي په تُحفو ونازول سوه.

د یادوني وړده چي وروستیو کي د دې ښوونځۍ له لوري ۳۱۶ درې سوه او شپاړس نیالګي هم کښېنول سوه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *