افغانستان

ارزګان کې د څارویو کلینیکونه او  درملتونونه وڅارل شول

د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا په دې ولایت کې یو شمېر حیواني کلینیکونه وڅارل شول.

د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا په دې ولایت کې یو شمېر حیواني کلینیکونه وڅارل شول.

د یادې څارنې په ترڅ کې ددغو کلینیکونو چارواکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو له نسخې پرته د درملو پلورلو څخه ډډه وکړي، ددې ترڅنګ په دې څارنه کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو د جوازونو څارل شامل دي.

دغه راز د یادو روغتونونو د مسؤلینو د کار جوازونه، د مسلکي وړتیاو سندونه او کار کولو کړنلارې و ارزول شوې او په بېلابېلو برخو کې ورته لازمې سپارښتنې وشوې.

د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور مخه ونیول شي، مالدارانو ته نسخې ورکولو،  په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانستلو او د غير قانونې درملو مخنيوی وشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *