گزارش

د بغلان د غوري سیمڼتو فابریکو ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي

د بغلان د غوري سیمنټو فابریکې چې د افغانستان د اړتیا وړ شپږ سلنه او د بغلان، کندز او تخار ولایتونو د اړتیا وړ ۷۰ سلنه سیمنټ تولیدوي،

 

د بغلان د غوري سیمنټو فابریکې چې د افغانستان د اړتیا وړ شپږ سلنه او د بغلان، کندز او تخار ولایتونو د اړتیا وړ ۷۰ سلنه سیمنټ تولیدوي، د روان کال د نهو میاشتو عواید یې د تېر کال د عوایدو په پرتله ۳۰ سلنه زیاتولی ښيي.د بغلان د غوري سیمنټو فابریکې مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي وايي، چې تېر کال د غوري سیمنټو فابریکو عواید ۵۴۰ میلیونه افغانۍ وو خو د روان ۱۴۰۲ کال په  لومړیو نهو میاشتو کې د دې فابریکو عواید ۷۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېدلي، چې دا د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

قیومي زیاته کړه، چې د لنډمهالي لپاره پلان دادې، چې د تولیدي لګښت د کمولو لپاره  د غوري سیمنټو زړه فابریکه له مرطوب سیستم څخه وچ سیستم ته واړول شي او په اوږدمهالي کې غواړو چې دغلته د دوه فعالو فابریکو ترڅنګ دریمه فابریکه هم فعاله کړو. د غوري سیمنټو فابریکې کارکوونکی محمد یوسف او حکیم شینواری وايي، چې په دې وروستیو کې یې د غوري سیمنټو فابریکو ته ځانګړې پاملرنه شوې، چې ورسره د تولید کچه لوړه شوې، د فابریکو بیارغونې ته لومړیتوب ورکول شوی او دغه راز د کارکوونکو معاشات هم پر وخت اجرا کیږي.

د دې فابریکې فني کارکوونکی وايي، چې که تولید کچه یې نوره هم لوړه شي هم به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او هم د سیمنټو له اړخه افغانستان د ځان بسیاینې په لور ګامونه واخلي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *