پروان کې د پراختيايي کمېټې غونډه ترسره شوه
د پروان ولایت پراختيايي کمېټې غونډه د پروان مرستیال والي، مفتي محمد ادریس انوري، په مشرۍ په داسې حال کې چې د ملکي اداراتو رئيسانو، د کمېټې غړو او په همدې ولايت کې د همکارو مؤسساتو استازو هم ګډون درلود؛ د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د پروان ولایت پراختيايي کمېټې غونډه د پروان مرستیال والي، مفتي محمد ادریس انوري، په مشرۍ په داسې حال کې چې د ملکي اداراتو رئيسانو، د کمېټې غړو او په همدې ولايت کې د همکارو مؤسساتو استازو هم ګډون درلود؛ د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د پروان مرستیال والي مفتي محمد ادریس انوري د غونډې ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې کمېټې په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې ټول اعمال او چارې باید په ښه نیت او د الله تعالی د رضا ترلاسه کولو په موخه ترسره کړو ترڅو اعمال او کړنې مو د فساد او بدیو څخه پاک وي.
نوموړي همدارنګه دګډونوالو څخه وغوښتل ترڅو راتلونکي پسرلي کې د ونو په کېنولو د طبیعت سمسورتیا کې ونډه واخلي او هڅه وکړي ترڅو لاډېر پرمختیایی کارونه وکړي.
ورپسې د اقتصاد رئیس مولوي مجیب الله رحیمي د تېرې ناستې پرېکړو ته د اشارې ترڅنګ د یادې کمېټې پر ارزښت وغږېد او زیاته یې کړه چې یاده ناسته د ښو حل لارو لټولو او چارو ښه انسجام کې مرسته کوي.
همدارنګه ( سي اچ اې ) د ټولنيز ملاټړ او معشیت پروګرام مؤسسې استازي د یو پرزنتیشن په ترڅ کې د یادې مؤسسې پلي شوو پروژو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د پروان ولایت سیدخیل او جبل السراج ولسوالیو ۱۳۵ کلي د دوی تر پوښښ لاندې دي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې دواړو ولسوالیو کې ۲۷۱ پروژې چې اوبو رسولو، کانکریټي سړکونو، پلونو، پلي لارو، د اوبو ذخیرو او د صحي اوبو څاګانې دي ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او یا به نژدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همدارنګه د چاریکارو ښار اړوند د ۱۲ پارچې اوسېدونکو عرض پاڼه چې د صحي اوبو د نشتوالي په اړه وه د یونیسار اړوند اکرو مؤسسې سره شریکه شوه او د یادې مؤسسې استازي یاده برخه د بشپړې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
همداراز د زراعت ریاست رئیس مولوي محمد رحیم نعماني د راتلونکي پسرلي لپاره د میوه لرونکو او غير میوه لرونکو ونو د تهیې او اداراتو ته یې د وېش په هکله د بشپړې آمادګۍ ډاډ ورکړ او د مؤسساتو څخه یې وغوښتل ترڅو یاده برخه کې همکاري وکړي.
د غونډی په پای کې د ګډون والو نظریات او وړاندیزونه واورېدل شول او چارو کې پر ښه همغږۍ ټینګار وشو.