افغانستان

مرکزي بغلان کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بزکشۍ فدراسیون له لوري د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ مصلحت تيپه سيمه کې د 65 ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بزکشۍ فدراسیون له لوري د یاد ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ مصلحت تيپه سيمه کې د 65 ورزشکارانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د بغلان د بدني روزنې او سپورت آمر قاري محمد امیر امیري وویل، چې دغه سیالۍ دحاجي عبدالمالک او حاجي عبدالرحمن دواده مراسمو لمانځلو او دغه راز د دودیزو لوبو د ملاتړ په موخه په لار اچول شوي وي چې دوه ورځي يې دوام وکړ.
امیري زیاته کړه، چې په دغو سياليو کې دبغلان له مختلفو ولسواليو، سربيره دسمنګان ولايت پهلوانانو هم ګډون کړی وو.
د وزلوبې مینه وال حاجي محمدولي بغلاني چې خپل چاپ انداز حاجي محمد یې په مادي او معنوي ډول وهڅه وویل: (مونږ د دې لپاره اسونه ساتو او چاپ اندازان هڅوو څو د اسونو د ساتنې صنعت وده وکړي او وزلوبې لمنځه لاړې نه شي).
چاپ انداز حاجي محمد وویل، چې په بغلان کې ترې هر ډول ملاتړ شوی او دوی یې دې ته هڅولي څو لا ښې لوبې ترسره کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *