گزارش

د مزار ښاروالۍ له لوري ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

د بلخ ولایت په مرکز کې د مزارشریف ښاروالي له لوري، ۱۵ زره کسانو ته د کار اوږده مهال او لنډ مهاله فرصتونه برابر شوي دي

 

د بلخ ولایت په مرکز کې د مزارشریف ښاروالي له لوري، ۱۵ زره کسانو ته د کار اوږده مهال او لنډ مهاله فرصتونه برابر شوي دي

د یادې ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د مزار ښار په ۱۲ ګونو ناحیو کې دغه شمېر کسانو ته د همکارو بنسټونو او مؤسسو په مرسته په بېلابېلو رغنیزو او پراختیایي پروژو کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

د مزارشریف ښاروال محمد کاظم طارق وایي، د یونېف په نوم یوې بهرنۍ مؤسسې ورسره مالیي مرسته کړې چې یو خوا د ښار زیاتره برخې پرې ورغول شوې او له بل پلوه زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.

« یونېف مؤسسې واقیعت چې د مزار ښاروالۍ سره ډېره مرسته وکړه، په ۱۲ ناحیو کې هغوی کار وکړ او سږکال یې ۱۵ زره کسانو ته د خدمت زمینه مساعده کړه. له یو خوا ښار پرې اباد شو او دغه راز خلکو ته هم کار پیدا شو.»

ورته مهال  د رغنیزو پروژو یو شمېر انجینران د کار د کیفیت ډاډ ورکوي او زیاتوي چې تر ډېره په دې پروژو کې مستحقو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

په مزارشریف ښار کې د رغنیزې پروژې یو تن انجینر محمد شفېع وایي، هر کس ته د کار په بدل کې د ورځې ۴۵۰ افغانۍ ورکول کېږي.

« موږ په دې پروژه کې درې برخې لرو، چې د ویالو د کېندنې چارې دي، د سړکونو یو برابرول او چغل اچول دي. هر یو کس چې دلته کار کوي، موږ ورته د ورځې ۴۵۰ افغانۍ مزد ورکوو»

له بل لوري، یو شمېر هغو کسانو ته چې د کار کولو زمینه برابره شوې خوښ دي او وایي، چې د خوراکي او نورو اړینو توکو د وېشلو پر ځای دې کورنۍ او بهرنۍ مؤسسې باید خلکو ته  دوامداره د کار زمینه برابره کړي.

د مزار ښاروالۍ په پلي شویو رغنیزو پروژو کې دوه تنه کاریګر پاد شاه میر او خیبر په دې اړه داسې وایي:

« ټولو خلکو ته چې کار پیدا شي خوشاله دي او دغسې کارونه دې دوامداره وي. دا چې موږ ته په میاشت کې یوه بوجۍ اوړه په سوال راکوي له دې نه بهتره ده، چې همېشنی کار راته برابر کړي. زه خپله ۶۲ کلن سړی یم دلته ټول سپین ږیري خلک کار کوي او د کار طرفداره دي، په هره سیمه کې چې کار وي موږ حاضر یو چې خپله حلاله روزي پیدا کړو»

« خوښ یو چې د بلخ ولایت په کچه دا ډول پروژې پلي کېږي، دلته ۲۰۰ کسان کار کوي او نورو همکارو مؤسسو هم غواړو چې ورته ډول پروژې تطبیق کړي؛ ترڅو موږ ترې حلاله روزي لاسته راوړو»

که څه هم په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو راپه دېخوا ګڼې لویې او وړې پروژې پیل شوي او زرګونه کسانو ته په کې کاري زمینې برابرې شوې؛ خو  پر دې سربېره بیا هم د بې کارۍ کچې لوړ شوی ګراف لا تراوسه نه دی ټيټ شوی.

له دې ټولو سره سره حکومتي چارواکو ډاډ ورکوي او وايي، چې دوی په هېواد کې د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *