افغانستان

په هرات کې د «همدلۍ» تر عنوان لاندې د هنري آثارو نندارتون جوړ شو

په هرات کې د علامه سلجوقي په تالار کې د «همدلۍ» ترعنوان لاندې د هنري آثارو نندارتون د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي احمدالله متقي، استادانو او فرهنګایو په شتون کې پرانیستل شو.

په هرات کې د علامه سلجوقي په تالار کې د «همدلۍ» ترعنوان لاندې د هنري آثارو نندارتون د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي احمدالله متقي، استادانو او فرهنګایو په شتون کې پرانیستل شو.
د دغه ولایت د نګارستان عبدالله عثماني باختر آژانس ته وویل چې په دغه نندارتون کې ۷۰ هنري اثرونه نندارې ته اېښودل شوي چې ۱۰ په کې د مېرمنو هنري اثرونه دي.
ورته مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي احمدالله متقي له هنر څخه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او وايي چې په دې برخه کې به له خپلو هڅو درېغ ونه کړي.
بايد وويل شي، چې په دغه نندارتون د پنځو ورځو لپاره پرانيستى دى، چې د ۲۵ هنرمندانو میناتورۍ، خطاطي او نقاشي آثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د نقاشۍ، میناتورۍ او خطاطۍ هنر د هرات له پخوانيو هنرونو څخه ده، چې له کلونو راهيسې يې هنرمندان په دغه ولايت کې د ژوندي ساتلو لپاره کار کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *