اسلامی

د انسان د مرګ پرمهال، ولې دهغه سترګې خلاصې پاتې کېږي؟

له مړینې وروسته د مړي سترګې ولې خلاصې وي؟ ساینس یې که هر ډول ځواب ورکوي؛ خو مسلمان ته له دې زیات قناعت ورکوونکی ځواب څه کېدلی شي، چې د دوو جهانونو سردار ورکړی دی.

له مړینې وروسته د مړي سترګې ولې خلاصې وي؟ ساینس یې که هر ډول ځواب ورکوي؛ خو مسلمان ته له دې زیات قناعت ورکوونکی ځواب څه کېدلی شي، چې د دوو جهانونو سردار ورکړی دی.

هغه صلی الله علیه وسلم د دغه ستر راز په اړه ویلي: «کله چې کوم تن مري؛ نو د مرګ پر مهال د هغه سترګې داسې شیان او مناظر ګوري چې ژوندي یې نه شي کتلی.»

د مسلم او ابن ماجه د روایتونو له مخې: کله چې د ابو سلمه رضي الله عنه وروستی وخت راورسېد؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې لیدنې ته ورغی. هغه د مرګ په حال کې و، د پردې بل لوري ته ښځو ژړل، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: کله چې څوک مري (انسان ژوند له لاسه ورکوي) نو د هغه نظرونه د الوتونکي روح تعقیب کوي، تاسې نه ګورئ چې کله انسان مري نو سترګې یې خلاصې پاتې کېږي.

څنګه چې د ابو سلمه رضي الله عنه روح ووت؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په خپل مبارک لاس سترګې ور پټې کړې او بېا یې ښځو ته ور وښودله چې په مړي دې له ژړا کولو سره ځان ته ښېرا نه کوي؛ بلکې دعا دې وغواړي؛ ځکه پریښتې (ملایکې) د مړي او د هغه د کورنۍ په دعا او ښېرا امین وايي.

په همدې وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابو سلمه رضي الله عنه له پاره دا دعا وکړه: اې الله جل جلاله! ابو سلمه وبښه، په اهل جنت (جنتیانو) کې یې درجه لوړه کړې، وارثانو کې یې مقام قایم وساتې. اې رب العالمینه! موږ او د هغه ته مغفرت وکړه، د هغه له پاره قبر پراخ او منور کړه.

حضرت ابوسلمه رضي الله عنه له السابقون الاولون (هغه صحابه کرام چې لومړیو کې یې اسلام راوړی و) له هغوی څخه و. روایت دی چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د ابو سلمه رضي الله عنه په جنازه کې د لومړي ځل له پاره ۹ تکبیرونه وویل.

نو باید ووایو چې ژوند یو سفر دی. دا نړۍ فاني ده او ټول انسانان ،بلکې ټول ساکښ د خپل خالق په لوري د ابدي ژوند لور ته ور روان دي. هره سا چې موږ یې تنفس کوو زموږ عمر کموي او هر قدم چې موږ یې اخلو موږ د خپل منزل لور ته لنډوي.

هوښیار مسافر له خپل سفر او کاره تر فارغېدلو وروسته د خپل کور او منزل لور ته د بېرته تګ فکر کوي؛ په پردېسۍ کې زړه نه لګوي او نه له خپلو فرایضو بې خبره د ښار په رنګیني او لهو لعب کې ځان نښلوي.

الله جل جلاله موږ د یو لنډ وخت له پاره دې نړۍ ته رالیږلي یو، ډیر مسؤلیتونه یې راکړي او په پای کې یې بېرته خپل اصل ځای (دوزخ او یا جنت) ته غوښتي یو.الله ج مو دې له دوزخه وساتي. آمین یارب العالمین

لیکنه: ساجدالله عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *