افغانستان

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کابل ښاروالۍ سره د ۸ زره لیتره تېلو مرسته وکړه!

دغه (۸) زره لېټره ډیزل تېل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرستیال محمد یونس موند له لوري د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني ته وسپارل شول.

دغه (۸) زره لېټره ډیزل تېل د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرستیال محمد یونس موند له لوري د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني ته وسپارل شول.
مومند د کابل ښاروالۍ د کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل: دغه تېل د یو شمېر پانګوالو او سوداګرو له لوري له کابل ښاروالۍ څخه د ملاتړ په موخه ډالۍ شول او په راتلونکې کې به هم یاده خونه له دې ادارې سره خپل مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال د یادې خونې له دغې مرستې مننه وکړه او ویې ویل: د تنظیف ریاست کارکوونکي د ښار د پاکوالي په برخه کې نه ستړېکېدونکې هڅې کوي او اړتیا ده چې پانګوال او ټول ښاریان د دوی ننګه او ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړه: مرسته شوي تیل به د ښار د پاکولو په برخه کې د تنظیف ریاست له لوري وکارول شي.
د يادونې وړ ده، چې په دغو مرستو کې د احمديار، يما، سليمان خېل، عزت الله، مومن او يونس ارمان د تېلو وارداتي شرکتونو برخه اخيستې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *