اجتماعی

د بې کیفیته او تاریخ تیرو توکو مخنیوی

له نیکه مرغه چې د هېواد دملي سټنډرډ ادارې او ترڅنګ یې د اسلامي امارت د اړوندو مسؤلو ارګانونو د جدي څارنې،

له نیکه مرغه چې د هېواد دملي سټنډرډ ادارې او ترڅنګ یې د اسلامي امارت د اړوندو مسؤلو ارګانونو د جدي څارنې، کنټرول او تفتیش په لړ کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د یادو مراجعو د مسؤلو ټیمونو د هڅو په لړ کې له مختلفو درملتونونو څخه بې کیفیته او تاریخ تیر درمل، همداراز له دوکانونو او هټیوالو څخه هم بې کیفیته او تاریخ تیر خوراکی توکي لکه شیدې، پېروی، آچار، د لوبیا او نخودو کنسر، چپس، چاکلېټ، بسکوېټ، شــامپو، صابون، ډول ډول غیر الکولي مشروبات، کیچپ او… په پرله پسې ډول را ټول شوي او په عام محضر کې سوځول شویدي، چې په همدې موخه د مسؤلو مراجعو د هڅو په لړکې په دې وروستیو کې دزابل ولايت چارواکوهم خبر ورکړی، چې دکلات ښــاروالۍ له لوري ۸ ټنه تاريخ تېري خوراکي توکي چې دتېرو ۲ مياشتو په موده کې راټول شوي وو،سوځول شویدي. ددې توکو دسوځولو پرمهال دکلات ښاروال دخپلو خبرو په ترڅ کې ويلې، چې ښاروالۍ هر وخت هڅه کړې، ترڅو له وخته تېر توکي وســوځوي او همدا راز په دې برخه کې يې خلکو ته عامه پوهاوي هم ورکــړی دی. نوموړي داهم ویلې؛ چاته به اجازه ورنه کــړي، چې پر خلکو له وخته تېر توکــي وپلوري او دښار له هټيو څخه ددوی څارنه به دوام ولــري. په ورته مهال دکلات ښار يو شمېر اوسېدونکو دښاروالۍ ددې اقدام ســتاينه کړې او غوښــتنه يې کړې، چې ښــاروالي دې دښار له ټولو کاروبارونو ليدنه وکړي او دغير قانوني کړنو مخه دې ونيسي.

هېره دې نه وي چې د هېواد دملي سټنډرډ ادارې او ترڅنګ یې د اسلامي امارت د اړوندو مسؤلو ارګانونو د مسؤلو ټیمونو له لورې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې له دوکانونو او هټیوالو څخه هم د بې کیفیته او تاریخ تیر خوراکی توکو او درملو د راټولو بهیر لاپسې دوام لري، چې دا واقعاً ډیر ښه کار دی او په ټوله کې هېوادوال په دې برخه کې د مسؤلو ارګانونو کړنې ستایي او په دې برخه کې یې په پوره جدیت د چارو د پرمخ وړلو هیله او غوښتنه کوي، ځکه د بې کیفیته او تاریخ تېرخوراکی ډول ډول توکو او درملو پلورل سره له دې چې غیر قانوني عمل دی، ددې ترڅنګ د هېوادوالو په ژوند لوبې کول دي، ځکه که چیرې زمونږ هېوادوال د اړتیا پرمهال له دغه بې کیفیته او تاریخ تیر توکو څخه استفاده کوي، نوله شک پرته چې د دوئ ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخوي، ددې ترڅنګ هغه خوراکی توکي چې بې کیفیته او تاریخ تیر دي دهغو څخه استفاده هم زمونږ قدرمنو هېوادوالو ته مصمومیت، ډول ډول ناروغي او مختلفې ستونزې را منځته کوي او حتی د هېوادوالو ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخوي.

بنآ په ټوله کې هېوادوال د اسلامي امارت له مسؤلو مراجعو څخه په پوره جدیت ددې هیله او غوښتنه لري چې په لومړي ګام کې د هېواد په بندرونو او سرحدي سیمو کې هېواد ته د هیڅ ډول غیر سټنډرډ او بې کیفیته توکو د داخلیدو اجازه ورنه کړي او ترڅنګ یې په ټوله کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د اړوندو مراجعو له لورې باید په پرله پسې ډول درملتونونه، کارخونې او فابریکې، دوکانونه، هټۍ او … په پوره جدیت کنټرول شي او هر هغه اشخاص او افراد چې د بې کیفیته او تاریخ تیر توکو د پلورلو هڅه کوي، د دوئ درملتونونه، فابریکې، دوکانونه، هټۍ … مهرولاک او یادکسان دې هم د خپل ناوړه عمل د سزا په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپیژني ترڅو په ټوله کې په هېواد کې د بې کیفیته او تاریخ تیر توکو دشتون مخه ونیول شي او په راتلونکی کې دقدرمنو هېوادوالو روغتیایي مصئونیت هم له هیڅ ډول ګواښ سره مخامخ نه شي.

د یادونې وړ ده چې په ټوله کې هېواد ته د بې کیفیته توکو مخنیوی په حقیقت کې د اسلامي امارت د اړوندو مسؤلو ارګانونو له اساسي دندو او مکلفیتونو څخه شمیر کېږي، نو باید چې په دې برخه کې استقامتي ارګانونه په پوره جدیت سره خپلې چارې پرمخ بوزي، ترڅو په بشپړه توګه هېواد ته د هیڅ ډول غیر سټنډرډ توکو د داخلیدو اجازه ورنه کړل شي. همداراز هغه شمیر اشخاص او افراد چې په ټوله کې غواړي له ګاونډیو ملکونو څخه بې کیفیته توکې په غیرقانوني او قاچاقي ډول هېواد ته وارد کړي د دوئ مخه دې هم په پوره جدیت سره ونیسي او عاملین دې ورته ګرفتار او د مجازاتو په موخه دې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي.

شاه محمود درویش

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *