افغانستان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت: نژدې راتلونکي‌کې به چین سره نښلېدونکې لار د تګ راتګ جوګه شي

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د بدخشان د واخان ولسوالۍ له لارې چین سره د نښلېدونکي سړک رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي او ډېر ژر به د پاتې برخې له رغېدو وروسته دغه لار د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ لپاره چمتو شي.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د بدخشان د واخان ولسوالۍ له لارې چین سره د نښلېدونکي سړک رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي او ډېر ژر به د پاتې برخې له رغېدو وروسته دغه لار د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ لپاره چمتو شي.

یاد وزارت چهارشنبه (د سلواغې ۴مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یو شمېر ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو په اړه خبري غونډه جوړه کړې وه.د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر مولوي محمد یونس اخترزاده دغې غونډې ته وویل، چې له لسیزو جګړو وروسته په بشپړ امنیت کې د هېواد بیا رغونه راونه ده.

د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې له بزهای ګنبد څخه د چین تر پولې د ۳۶۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۹.۷ کیلو مټره سړک جوړولو چارې روانې دي، چې د معلوماتو پر بنسټ ۴۰ کیلو مټره یې د تګ راتګ لپاره جوګه شوی دی.

محمد یونس اخترزاده وویل: «پاتې ۱۰ کیلو مټره سړک چې د چین تر وروستۍ نقطې رسي د راتلونکي پسرلي په لومړیو دوه

میاشتو کې به، که څه هم جغلي سړک دی، په بنسټیزه توګه جوړ او د ترانزیت لپاره به اماده شي».

هغه په دې اړه زیاته کړه، چې دا او دې ته ورته نورې پراختیایي پروژې له پرځېدلي جمهوریت څخه ورپاتې نیمګړې پروژې دي او دوی یې د هېواد د پرمختګ لپاره د بشپړولو کلک هوډ لري.

د نوموړي په وینا، دا چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبه ټیټي تللې دي نو د دې ستونزې د هواري په موخه اسلامي امارت د اوبو ذخیره کولو لپاره د چیک ډیمونو جوړول غوره وبلل.

د کلیو او بیا رغونې وزارت د دفتر رئیس میرزا محمد شکیب د دغو چیک ډیمونو او په ولایتونو کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په تړاو د معلوماتو ورکولو په لړ کې، د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو د لوی بند له جوړېدو خبر ورکړ.

هغه وویل، دغه بند چې ۵۵ متره لوړوالی لري، په اټکلي ډول ۱۴۰ میلیون متر مکعب اوبه زېرمه کوي او د څنګزنو ۶ ولسوالیو شاوخوا ۱۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

شکیب دغه راز وویل، چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې هم د څه باندې ۱۳ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د ذخیروي بند د جوړولو چارې روانې دي.

دغه پروژه د قادس سیند د اوبو د مهارولو، د سیلابونو د مخنیوي، د دغې ولسوالۍ د اوبو سرچینو غني کولو او همدارنګه د کاریزونو د بیا ژوندي کولو لپاره ارزښتناکه بلل شوې ده.

ورته مهال د دغه ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۳۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو شبکې چارې پیل شوي، چې د څاګانو کیندل او د پایپونو غځول پکې شامل دي.

د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ، د دې پروژې ۸۰ سلنه کارونه بشپړ شوي، چې له مخې به یې د یادې سیمې ۶۵ زره تنه اوسېدونکي په مستقیم ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د دفتر رئیس میرزا محمد دغه راز وویل، چې په قندهار کې هم د سپین بولدک ولسوالۍ د رود خپل مسیر ته اړولو لپاره، د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۵ زره او ۲۰۰ اوږد استنادي دېوال جوړېږي، چې سلګونه هکټاره ځمکه به د موسمي بارانونو او سیلابونو له زیان څخه خوندي کړي.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د بارانونو د نشتوالي له امله د راغلې وچکالۍ، د اوبو کمښت او کرنیزو ځمکو ته د اوبو د نه رسېدو ستونزې هواري لپاره د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو په ۱۴۲ ولسوالیو کې د باراني اوبو د زېرمه کولو لپاره د ۴۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د چیک ډيمونو جوړول پیل کړي دي.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *