افغانستان

په ارزګان کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۷ چکډیمونه رغول کېږي

د روزګان د کرنې اوبولګولو او مالداری ریاست مسئولینو په یاد ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷ چکډیمونو د رغولو خبر ورکړی دی.

د روزګان د کرنې اوبولګولو او مالداری ریاست مسئولینو په یاد ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷ چکډیمونو د رغولو خبر ورکړی دی.
د روزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسئول مولوي عبدالمنان فاروقي د باخترآژانس خبریال ته وویل چيې د یاد ولایت په مرکز او ۶ ولسوالیو کې د اسلامي امارت له لوري د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت ۷ چیکډیمونه رغول کېږي چې بودیجه یې د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د روزګان والي مولوي محمد علي جان احمد وویل:«د خوښۍ ځای دی چې هېواد مو دا مهال د نړۍ په کچه یو امن لرونکی هېواد دی او د رغونې چارې یې تر بل هر وخت په ښه ډول تر سره کېږي او د ریاست الوزرا له لوري منظورشوي دغه ۷ چکډیمونه به د ۶۰ ورځو په بهیر کې ورغول شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي».
ورته مهال د یادې سیمې خلکو د یادو چکډیمونو په رغولو خوښ دي او وايي چې وچکالي یې کرنه او مالدارۍ بده اغیزه کړې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *