جهان
اوکراینۍ عمله په بریتانیا کې د چلنجر-۲ ټانکونو د چلولو زده کړې پیلوي
د لندن لپاره د اوکراین سفیر وادېم پرېستایکو وايي، د ټانکونو اوکراینۍ عمله به ډېر ژر بریتانیا ته ورسېږي چې د چلنجر-۲ په نوم د ټانکونو چلول زده کړي. بریتانیا اوکراین ته د دغو ټانکونو د ورکولو ژمنه کړې
د لندن لپاره د اوکراین سفیر وادېم پرېستایکو وايي، د ټانکونو اوکراینۍ عمله به ډېر ژر بریتانیا ته ورسېږي چې د چلنجر-۲ په نوم د ټانکونو چلول زده کړي. بریتانیا اوکراین ته د دغو ټانکونو د ورکولو ژمنه کړې
ده.
هغه وېیلي، دغه عمله به ډېر ژره د بریتانیا په خاوره کې خپل تمرینونه پیل کړي. لندن د جنورۍ میاشتې پر ۱۴مه اعلان وکړ چې اوکراین ته به دغه عصري جنګي ټانکونه ورکړي. بریتانیا لومړنی غربي هېواد دی چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته دغه ټانکونه کییف ته ورکوي.