افغانستان

د ولس خدمت امتیاز نه، بلکې مسئولیت دی

د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده لغمان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا ریاست له رئیس مولوي محمد ظاهر زرقمر او کارکوونکو سره لیدنه کړې او يادو کارمندانو ته يې لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړي.

سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې سپارښتنه

کړې، چې د ولسونو ستونزو ته په خپل وخت سره رسیدنه وکړئ.

په صداقت او پاک نیت سره خدمت  ترسره کړئ، د فساد سره مبارزه وکړئ ځکه دا زمونږ هېواد دی او مونږ به یې پخپله ابادوو.

ملا محمد یونس اخوندزاده ویلي؛ اوس د دی وخت رارسېدلی، چې خپل مظلوم او بېچاره ولس ته په پوره صداقت او ايماندارۍ سره خدمت وکړو.

همداراز د ریاست کارکوونکو ته یې په خپلو خبرو کې زیاته کړې؛ چې دا هېواد او ولسونه زیات کار او خدمت ته ضرورت لري، نو باید دنده مسئولیت وګڼو نه امتیاز.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *