افغانستان

د سوداګرۍ وزارت: د داخلي تولیداتو وده او د هیواد صنعتي کول مو هدف دی

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د زابل له مرستیال والي مولوي محب الله حماس سره د کتنې پر مهال په یاد ولایت کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو او د صنعتي پارک د جوړولو ژمنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د زابل له مرستیال والي مولوي محب الله حماس سره د کتنې پر مهال په یاد ولایت کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو او د صنعتي پارک د جوړولو ژمنه کړې.

د دغه وزارت لخوا په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې وزارت دې موخې ته د رسېدو لپاره هر ډول زیار او کوښښ کوي.

د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په زابل کې د د صنعت او سوداګرۍ ریاست جوړ کړی دی.

د سوداګرۍ له سرپرست وزیر عزیزي سره په کتنه کې د زابل مرستیال والي په دغه ولایت کې د سوداګرۍ د ریاست د جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې زابل د پانګه اچونې لپاره مناسب چاپېریال لري او د صنعتي پارکونو په جوړېدو سره به د داخلي تولیداتو د ودې او پر ځان بسیاینې لپاره زمینه برابره شي.

هغه د صنعت او سوداګرۍ په چارو کې د یاد وزارت له مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال سره په جلا ناسته کې ویلي، چې سوداګر او پانګه وال کولی شي د ښې ګټې تر لاسه کولو لپاره په زابل کې پانګه اچونه وکړي.

هغه زیاته کړې، په دغه ولایت کې تازه او وچه میوه ښه حاصلات ورکوي، چې بهرنیو هېوادونو ته د لېږد لپاره د پروسس او بسته بندۍ کارخونو ته اړتیا لري او که صنعتي پارک جوړ شي سوداګر چمتو دي، چې په دې برخه کې کار وکړي.

قدرت الله جمال ویلي، چې په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د جوړېدو پړاوونه د بشپړېدو په حال کې دي او ډاډ یې ورکړ، چې د زابل خلک به په نژدې راتلونکي کې د صنعتي پارک د پرانستې شاهدان وي.

نذیر منیب

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *