افغانستان

رئیس الوزراء: اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې نور تهدید کړي

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخوند پرون له غرمې مخکې د ارګ په چهارچینار ماڼۍ کې د ګاونډي هېواد پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخوند پرون له غرمې مخکې د ارګ په چهارچینار ماڼۍ کې د ګاونډي هېواد پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان د اسلامي امارت قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي،

5د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نور محمد ثاقب او د کابینې ځینو نورو غړو هم ګډون درلود.

په یاده لیدنه کې د پاکستاني علماوو له پلاوي سره پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.

رئیس الوزرا د پاکستاني علماوو پلاوي ته هرکلی ویلی او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه سفر د دواړو ګاونډیو هېوادونو او وروڼو ولسونو تر منځ د اخوت او مثبتو اړیکو د تقویې سبب وګرځي.

نوموړي ویلي؛ افغانستان او پاکستان دوه داسې هېوادونو دي، چې په بیلا بیلو برخو کې ګڼ مشترکات لري، دغه ولسونه یو له بله بېلتون نه لري، شاید د حکومتونو تر منځ په مناسباتو کې ستونزې پېښې شي، خو ولسونه او علماء کرام د ګډو ارزښتونو له امله یو له بله نه شي بېلیدای.

رئیس الوزرا زیاته کړې، چې افغانستان کې لله الحمد اسلامي نظام حاکم دی، علماء کرام د قدرت په رأس کې دي، موږ هره مسئله په شریعت عرض کوو، شریعت چې الهي قانون دی، موږ ته د دې اجازه نه راکوي، چې کوم چا ته ضرر ورسوو.

بناً د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو نه اراده لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې زموږ له خاورې نور تهدید کړي.

الحاج ملا محمد حسن اخوند د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو په هواري او د سوء تفاهماتو له منځه وړلو کې د علماء کرامو رول مهم او مثبت بللی.

دغه راز یادونه یې کړې، چې پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو په وړاندې له ظالمانه رویې باید لاس واخلي، ځکه دغه ډول چلند ستونزې نه حل کوي، بلکې یوازې مخالفتونه او بدبینۍ زیاتوي.

په مجلس کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د افغان کډوالو له ستونزو سربیره د افغان سوداګرو ستونزې، په ترانزیټ او صادراتو کې د پاکستاني چارواکو له خوا د ستونزو جوړیدل، چې هر کال ترې افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه رسېږي هم یاد کړي او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت یا اقتصادي راکړه ورکړه باید د سیاسي مسائلو قرباني نه شي.

د راغلي پلاوي په استازیتوب د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن خبرې کړې.

نوموړي د اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت بریا لویه فتحه بللې او د افغانستان ولس ته یې مبارکي ورکړې ده.

مولانا فضل الرحمن هیله څرګنده کړې، چې افغانستان کې راغلی اسلامي نظام نور هم مستحکم شي، تر څو یې په برکت ټولې اسلامي نړۍ ته مثبت اثرات ورسېږي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان ته زموږ د راتګ هدف دا دی، تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې سوء تفاهمات له منځه یوسو او د سیاسي اړیکو، اقتصاد، تجارت او د یو بل د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ لارې چارې ولټوو.

مولانا فضل الرحمن زیاته کړې، چې جمعیت علماء اسلام ګوند د افغان مهاجرینو په وړاندې د پاکستاني واکمنو د چلند په وړاندې د اعتراض غږ پورته کړی او دا ډول چلند ناسم او د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو لامل بولو. موږ دلته د خیرخواهۍ پيغام راوړی او هیله مو ده چې دغه سفر مثبتې پایلې ولري.

په دې لیدنه کې ټینګار شوې، چې دواړه هېوادونه باید د ټولو ستونزو د حل لپاره په ګډه لارې چارې ولټوي او له داسې اقداماتو باید ډډه وشي چې د ستونزو د ډیرېدو سبب ګرځي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *