گزارش

دفاع وزير د وردګو په تنګي کې

د تېرې جمعې مبارکې په ورځ (۱۴۰۲/۱۰/۱۵ هجري لمریز کال) ماښام د یوه لوی اتل زوی او د افغانستان د اسلامي امارت فعال ځوان دفاع وزير (مولوي محمد یعقوب مجاهد) د وردګو تنګي درې ته په داسې حال کې راغی چې نه کومه الوتکه ورسره وه ، نه  زرهي ټانګونه ، توپونه، یا داسې نورې دفاعي وسلې او وسیلې...حال دا چې د اشغال په وخت کې خو د هغۀ وخت کوم وزير څه چې معین او حتی رئيس یې هم لا دغې مجاهدې درې ته نه دی راغلی او نه یې د راتګ جرئت لرلو، خو که بیاهم احیاناً راغلی وای نو هم به ځمکه سترو تکنالوژیکو جنګي وسایلو او وسائطو نیولې وای او هم فضا ؛ خو نه! دلته هرڅه بالعکس وو؛ دا سړی زموږ درې ته یوازې راغی، فقط د موټروان پۀ ګډون څلور کسان نور ورسره وو چې هغوی یې هم د سفر ملګري یادولی شو او د سفري ملګرتیا برخه خو په شریعت کې ښه خوږه هم ده.

د تېرې جمعې مبارکې په ورځ (۱۴۰۲/۱۰/۱۵ هجري لمریز کال) ماښام د یوه لوی اتل زوی او د افغانستان د اسلامي امارت فعال ځوان دفاع وزير (مولوي محمد یعقوب مجاهد) د وردګو تنګي درې ته په داسې حال کې راغی چې نه کومه الوتکه ورسره وه ، نه  زرهي ټانګونه ، توپونه، یا داسې نورې دفاعي وسلې او وسیلې…حال دا چې د اشغال په وخت کې خو د هغۀ وخت کوم وزير څه چې معین او حتی رئيس یې هم لا دغې مجاهدې درې ته نه دی راغلی او نه یې د راتګ جرئت لرلو، خو که بیاهم احیاناً راغلی وای نو هم به ځمکه سترو تکنالوژیکو جنګي وسایلو او وسائطو نیولې وای او هم فضا ؛ خو نه! دلته هرڅه بالعکس وو؛ دا سړی زموږ درې ته یوازې راغی، فقط د موټروان پۀ ګډون څلور کسان نور ورسره وو چې هغوی یې هم د سفر ملګري یادولی شو او د سفري ملګرتیا برخه خو په شریعت کې ښه خوږه هم ده.

اې ! نۀ تعقیبي موټر ورپسې وو، نۀ تشریفات وو او نۀ هم د لارې پر غاړه امنیتي کسان ؛ واقعاً عجیبه نه ده ! د یوه داسې هېواد دفاع وزير چې په وچ زور یې په کراتو مراتو له نیمې نړۍ څخه آزادۍ اخیستې او د یوه داسې سړي زوی چې پۀ نړیواله توګه یې د ستر اسلامي حرکت (اسلامي امارت) بنسټ ایښی ، داسې حرکت چې له ناټو غوندې قووت سره یې پوره شل کاله ډغرې ووهلې، همغه ناټو چې ټوله نړۍ وېره ترې لري پۀ شمول د روس جمع چین او په پای کې یې سمه پسې ګونډه هم کړه او دا سړی چې دښمن یې پۀ سر یو میلیون آمریکایي ډالر انعام ايښی ؤ خو دۀ بیا هم یوازې پۀ څو کیلومترۍ کې سنګر ورته نیولی ؤ او له همغۀ ځایه بۀ یې فرمانونه صادرول او پۀ وړاندې یې مقدسه معرکه جاري ساتلې وه چې آخر یې د ناټوګۍ بچي د ماتې پۀ درشل ودرول، نو دۀ رب ته خپله پاکه روح وسپارله.

یانې دومره مطرح څوک بیا هم تنګي غوندې درې ته چې د غربیانو په لسګونو ککرۍ پکې کټ شوې راغی.

او اې! چې کله به هغه مهال اشغالګر تنګي ته راتلل نو پۀ لسګونو هوايي او په سلګونو ځمکني فوځونه به ارو مرو ورسره وو، خو بیا بۀ هم ګوډ مات وتل، مګر دا وزیر یوازې راغی او رک روغ بېرته لاړ؛ اوس دا د ملت او امارت تر منځ محبت نۀ دی نو څۀ دي؟ څه بۀ پکې وايي هغه کسان چې دلته د ملت او اما رت تر منځ فاصلو ته لمنې وهي ؛ تاسو تنګي دره په ګوګل کې سیرچ کړئ او بیا غربي ویبپاڼې هم پسې ولټوئ چې په څه ډول نومونو يې یاده کړې ده؛ خو زموږ ځوان وزیر یوازې ورته راغی او پر یوه غریبانه دسترخوان یې له غریبو ځوانانو سره یو ځای غریبانه ډوډۍ په داسې حال کې وخوړه چې نه بیرون پیره وه او نه هم ګزمه. سبحان الله ! امنیت او یوه ډاډمنه فضا څومره مزه ناکه وي.

راځئ چې اوس اصلي کیسه واورو ؛ نن سهار وختي قاري محمد سلیمان (خالد) د ځوان وزیر صاحب داسې انځورونه راته راولېږل چې دی او زموږ د پخوانۍ ډلګۍ ځينې نور ملګري هم ورسره ناست وو ، یو انځور خو مې فوټوشاپ و ګڼلو ، دویم ته مې چې وکتل دا بیا اصلي راته ښکاره شو ، همداسې دریم څلورم او… نو مې مسیج ورته وکړ چې وا قاري صاحب ! ريښتیا ووایه څه کیسه تېره شوې ده چې زه نه یم پرې خبر ؟ ده راته وویل : امین صاحب ځوان وزیر مو تېره شپه مېلمه ؤ خو داسې چې موږ نۀ وو ترې خبر ! ورته مې وویل چې وروره پاکه کیسه راته وکړه دا څه ګډې وډې وایې ! دا خړه پړه کوټه وګوره او دا ښایسته وزیر صاحب !

دۀ راته وویل : امین صاحب اصلي کیسه خو داسې وه چې ماښام مهال ماته حبیبي زنګ وکړ  چې ژر زموږ کور ته ځان را ورسوه(ځکه وزیر صاحب ورته ویلي وو چې خپل مشر دې راوغواړه)ما ویل خیر خو دی؟ دۀ ویل خیرخیرت دی د ملي دفاع وزير صاحب راغلی!  زه تعجب شوم چې وزیر صاحب! هغه هم دفاع وزیر او بیا داسې بې تشریفاتو؟ لنډه دا چې پۀ منډه منډه د حبیبي دوی کره ورغلم، چې کوټې ته مازې ننوتم داسې فکر مې وکړ لکه خوب چې وینم ! خو نه!  خوب نه ؤ بلکې ريښتیا هم وزیر صاحب د حبیبي په کور کې ناست ؤ ، ستړیمشي مې ورسره وکړه او څنګ ته يې کېناستم ، له دویم ځلي پوښتنې وروسته مې د سوالیې په توګه ورته وکتل ؟ نو ده راته وویل : د ورځې مې ملګرو ته ویل چې نن شپه ځو د وردګو تنګي درې ته ځکه چې تنګی زما ډېر خوښېږي ؛ یو ځل چې له فتحې مخکې ستاسو ولایت ته راغلم نو په هغه وخت کې حمزه صاحب ستاسو د ولایت والي ؤ ، له هغۀ سره مې چې مشوره وکړه نو خوښه يې رانکړه او راته ویې ویل چې تنګي درې ته مه ځه! ځکه چې هلته دښمن بیخي زیات متوجه دی ، له همدې امله خو چاپې هم پکې ډېرې وي او له فتحې وروسته مې بیا کلک په زړه کې وو چې تنګي ته به یو ځل خامخا ځم، تر دې چې نن مو قسمت شو او له کابل څخه  مو ستاسو درې ته د لوګر پر لاره حرکت راوکړ ، یو ځای کې ودرېدو لمنځونه مو وکړل او لږه دمه مو هم جوړه کړه ، بیا را روان شوو تر دې چې کله ستاسو درې ته را دننه شوو نو له ځينو خلکو مو پوښتنې وکړې چې موږ ته داسې کور راوښیئ چې ډېر شهیدان پکې شوي وي ؟ هغه به نو په یوه کلي کې چا د یوه کس نوم راته واخیست ، په بل کلي کې د بل تر دې چې ورسک ته راورسېدو او د همدغه کلي (علمخېلو) خواته را تاو شوو نو دلته لاره رانه غلطه شوه ، د رود له پله را واوښتو او بیا د ویالې پر پله هم راوختو چې کتل مو دلته یو کس ولاړ ؤ هغه ته مو وویل چې ډېر شهیدان په کوم کور کې شوي چې موږ ورشو ؟ هغه د فضل الربي کور راته وښود او ویل یې چې دوه وروڼه یې شهیدان شوي دي ، موږ پۀ دغو خبرو کې وو چې دغه ځوان (حبیب الرحمن حبیبي) راپیدا شو او دلته یې راوستو ، اوس غواړم چې د ځينو شهیدانو له پلرونو سره وګورم! نو کوم کسان چې تاسو ته معلوم دي راته را ویې غواړئ ؟ ما ورته وویل : شهیدان خو دلته پۀ سلګونو دي خو زه به ځينې مشران ملګري هم درته راوغواړم او د ځینو شهیدانو پلارونه هم ؟ نو اصل کې خو زما یو ته (امین وردګ) په نظر کې وې ، یو حاجي حبیب احمد (توکل) او بل مولوي صاحب سعیدالله (مصعب) چې ورته راومو غواړم تر څو ښه مجلس ورسره وشي ، خو ده راته وویل : اوس زه فقط د دې لپاره راغلی یم ترڅو پۀ اختصاصي ډول دغه مجاهده دره ووینم چې ډېره مینه مې ورسره وه او بل دا چې د ځينو شهیدانو له کورنیو سره وګورم؛ زه پوهېږم چې دلته کلک مجاهدین او علماءکرام شتون لري خو اوس له ما سره وخت یاري نه کوي ، نو فقط د یو څو شهیدانو پلارونه چې کورني حالات یې د اندېښنې وړ او ډېر ځورېدلي هم وي راته راوغواړه، نو امین صاحب! ځکه خو مې تاسو ته خبر درنکړ ! ما ورته وویل : قاري صاحب زما کور خو تاسو ته بیخي نږدې هم ؤ ای کاش چې موږ هم په دغه خارق العاده ناسته کې شتون لرلئ ! قاري صاحب راته وویل چې له ما سره یې وعده وکړه چې بیا راځم ان شاءالله.

نو د درانه وزیر صاحب له غوښتنې سره سم موږ هم دستي ځینو ته زنګونه پیل کړل او ځينو نورو ته مې ملګري ورولېږل ترڅو د شهیدانو پلاران راولي چې بیا پۀ هغوی کې مولوي صاحب فضل عمر هم راغی.

زموږ مجلس کاملاً ساده او له تشریفاتو یومخ خالي ؤ ، ته باور وکړه امین صاحب داسې مجلس ؤ لکه کلونه کلونه مو چې یو ځای سره تېر کړي وي ، موږ او تاسو خو اشخاص ډېر لیدلي خو دومره بې ریا او متواضع شخص مې منې که تر اوسه لیدلي ؤ لکه دغه دروند وزیر صاحب ، بلکې د نوموړي صفاتو زه بلکل تعجب او متأثره کړی یم؛ ډېر عادي راسره ناست ؤ ، تاسو یې پۀ انځورنو کې لیدلی شئ ! په خبرو خبرو کې یې د جهادي مبارزې په هکله پوښتنه وکړه ؟ ما ورته وویل چې پر موږ خو یقیناً ډېرې سختۍ تېرې شوې ، ده (د هو په توګه) سر راته وښورولو بیا مې ورته وویل : زموږ دره خو ډېره تنګه او لنډه ده (ټول طول یې اوولس کیلومتره راځي) موږ چې کله د دښمن له ناڅاپي راتګ څخه ډېر تنګ شوو نو بیا مو د درې په بره او کوزه خوا کې وسپنیزې دروازې نصب کړې چې په معیَّن وخت به مو ماسختن قلفولې ځکه چې ماینونه به مو عیارول ، بیا به مو سبا ته چې ماینونه له عیار څخه و ایستل نو به مو دروازې هم بېرته خلاصې کړې تر څو عام خلک تګ راتګ پرې وکړي ، خو کله به که دوی له دروازو راتېر شول نو روغ به هم نشوی وتلی ، دا او دېته ورته مو ډېرې کیسې نورې هم سره وکړې.

د یتیمانو د پالنې د بنسټ خبره مې ورته وکړه ؛ چې ګواکي موږ ټول مجاهدین ملګري البته هغوی چې په نظام کې رسمي دندې لري له خپل اصلي معاش څخه هره میاشت دغه بنسټ ته ۲٪ سلنه پیسې ورکوو ، ده راته وویل چې دا کار یوازې ستاسو ملګري کوي که نور څوک هم درسره شته ؟ ما ویل چې د دغه بنسټ ډبره لومړی زموږ په دره کې کېښوول شوه ، بیا تر شیخ آباد ، سیدآباد او شنیز پورې هم و غځېدله چې اوس بیخي ډېر مجاهدین ملګري پکې شامل دي چې همدا نن ورځ (جمعه) مو هم د سیدآباد ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د توضیع پروګرام لرلو ، نو وزیر صاحب زموږ په دغه کار بیخي زیات خوشاله شو.

په خبرو خبرو کې ډوډۍ راوړل شوه او کور والا د چرګ شوروا پخه کړې وه نو ده په مسکینه لهجه موږ ته وویل : ښه نو دا اوس تاسو څه ډول خورئ ؟ ډوډۍ پکې میدوئ او که یې څښئ، یا یې هم کوم بل ډول وخورو ! یانې د خوشطبعي له امله یې دا پوښتنې وکړې !

ډوډۍ مو چې وخوړه او بیا مو چای پسې و څښلو نو تخمیناً د شپې لس بجې شوې ، وزیر صاحب وویل : اوس موږ اجازه غواړو ؟ موږ ورته وویل چې نه ! شپه به خامخا راسره کوئ ؟ ده بیا خوشطبعي وکړه او ویې ویل : کیسې او ګپې خو خلاصې شوې ، هسې هم نور ویده کیږو نو څه دلته او څه یې هلته ! خو ښه دا ده چې موږ لاړ شو ځکه چې سبا ډېر کارونه لرم.

ما غوښتنه ترې وکړه چې موږ درسره ځو او تا رسوو ؟ ده ویل چې نه ! خپل مو وطن او خپل مو خلک دي ؛ هېڅ خبره نشته ، زما زړه تل همدا غواړي چې د خپل ملت په منځ کې موږ یوازې وګرځو ، نو بناءً هېچا ته تکلیف نه ورکوو او درنه رخصتیږو.

په پای کې یې د شهیدانو له راغلو ورثه وو سره کافي مالي مرسته هم وکړه.

غوښتنه مې ترې وکړه چې که ستاسو خوښه وي او د خاص رابط نمبر مو راکړئ ؟ ده په ورین تندي او ډېر اخلاص سره د خپل نږدې ملګري نمبر راکړ او راته ویې ویل چې زموږ دروازه تل د مجاهدینو په مخ خلاصه ده ، تاسو کولی شئ چې خپلې ستونزې مو هر وخت له همدغې لارې له ما سره شریکې کړئ.

وروسته مولوي صاحب فضل عمر دعا وکړه خو جالبه نکته پکې دا وه چې کله مولوي صاحب ده ته د حفاظت دعا کوله نو وزیر صاحب ورته وویل : مولوي صاحب! ماته یوازې د ژوند دعا ځکه مه کوئ چې زه له مرګه وېره نه لرم، بلکې د صراط المستقیم دعاګانې راته وکړئ چې الله مې له انشعابي او کږو لارو وساتي (عیناً لکه مرحوم پلار یې) بیا له کوټې ووت او لاړو خو موږ ته یې دومره مینه راکړه لکه یو پلار یې چې خپلو نازولو اولادونو ته ورکوي ، الله پاک یې دې راته ژوندی لري ، یقیناً چې داسې مشران بل هېڅ هېواد هم نه لري لکه موږ ، نو باید چې قدر یې وکړو او ارزښت یې وپېژنو.

یادښت: موږ پوه نشوو چې دی بل چېرې تللی ؤ او یا تللو؟ هدف یې له دغه ناڅاپي راتګ څخه څه او اصل مسیر یې کومې خوا ته ؤ؟ دا جرئت مو مطلق بې ادبي وبلله چې پوښتنه مو ترې کړې وای، خو ممکن په راتلونکي کې څوک د دغه سفر په هکله ترې وپوښتي او مجاهد صاحب هم وضاحت ورکړي ان شاءالله

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *