افغانستان

ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې 4 پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې څلور رغنیزې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې څلور رغنیزې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
په یادو رغنیزو پروژو کې د تدریسي روغتون د جراحي څانګې د بېلا بېلو برخو رغونه، د ښځینه پایوازانو لپاره انتظار ځای، وړکتون او تفریحي پارک شامل دي، چې د درېیو میاشتو په موده کې تکمیل شوې دي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خيرخواه تدريسي روغتون کې د يادو پروژو په ترسراوي خوښي ښودلې او د یاد روغتون ډاکترانو او مسئولينو ته یې سپارښتنه کړې، تر څو د محصلينو روزنې، د ناروغانو خدمت او د روغتون علمي او تحقیقي برخو ته لا زياته پاملرنه وکړي.
د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون مسئولین وايي، چې د دې رغنیزو پروژو په لړ کې د ښځینه او نارینه جراحي څانګو د بستر خونو، ICU ،کنفرانس هال او تشنابونو اساسي بیارغونه شوې ده.
دغه راز په نسایي ولادي څانګه کې د ښځینه پایوازانو لپاره د یوې سرپناه او کوچنیانو لپاره د یوه وړکتون، چې د لوبو سامان الات، زده‌کړو، استراحت او خوړو خونې لري، د جوړېدو سربېره د روغتون په حویلۍ کې د ناروغانو او مراجعینو د ذهني ارامتیا لپاره یو پارک هم جوړ شوی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *