مولوي عبدالکبیر : اسلامي امارت له قومي، ژبني او سمتي توپير پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرپرون (شنبه، د مرغومي ۹مه) په سپېدار ماڼۍ کې د پنجشېر او ننګرهار له یو شمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو سره لیدنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرپرون (شنبه، د مرغومي ۹مه) په سپېدار ماڼۍ کې د پنجشېر او ننګرهار له یو شمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د قومونو مشرانو، علماوو او ځوانانو د اسلامي امارت له لاسته راوړنو او سیاستونو څخه ستاینه وکړه او ویې ویل؛ حکومت په کمه موده کې ډېر بنیادي کارونه ترسره کړل، چې د ولسونو د هوساینې سبب شوي.
دوی له اسلامي امارت څخه ملاتړ د ټولو افغانانو دیني او ملي مسئولیت وباله او د اسلامي نظام د ثبات او دوام لپاره یې هر راز همکارۍ ته چمتووالی وښود.
هغوی د خپلو سیمو یو لړ ستونزې د حل په موخه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي
امارت له قومي، ژبني او سمتي تبعیض پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري.
نوموړي زیاته کړه؛ الحمدالله نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم، په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تأمین او د هېواد هرې سیمې ته ودانیزې چارې په نظر کې نیول شوې دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ اوس د دې وخت راغلی چې ټول افغانان د هېواد په آبادۍ او د اسلامي نظام په ټېنګښت کې برخه واخلي.
مولوي عبدالکبیر یادو مشرانو او علماوو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې له اړونده ادارو سره په همغږۍ حل شي.