اجتماعی

د پولیو مخنیوي تدابیر

د هېواد په ۲۰ ولایتو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسینو کمپاین پیل شو. له پولیو څخه د پاک افغانستان سازمان وايي، دغه کمپاین به ۷ ورځې دوام وکړي او له خلکو څخه یې غوښتي چې تر ۵ کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

د هېواد په ۲۰ ولایتو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسینو کمپاین پیل شو. له پولیو څخه د پاک افغانستان سازمان وايي، دغه کمپاین به ۷ ورځې دوام وکړي او له خلکو څخه یې غوښتي چې تر ۵ کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

بلخوا، د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د پولیو د واکسین د کمپاین کیفیت ښه شوی، خو په جنوبي سیمو کې پرله پسې ننګونې شتون لري او په ۲۰۲۳ کال کې د کمپاینونو په ترڅ کې نږدې ۲۰۰ زره ماشومان واکسین ته له لاسرسي بې برخې وو.

یاد سازمان همدارنگه اندېښنه څرګنده کړې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو راتګ سره به په افغانستان کې د پولیو پېښې زیاتې شي.

له دې سره د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مسئولین یا (Polio Free Afghanistan) وایي چې پولیو په افغانستان کې د له منځه تللو په حال کې ده.

د یاد مرکز مسوول ډاکترعبدالقدوس بریالی وايي:

«موږ دې ته تدابیر نیولي دي، اسلامي امارت په لوړه سطحه تدابیر ورته لري او ستونزه نشته. په ټولو بندرونو کې زموږ د واکسین صحي ټیمونه شتون لري چې له ماشوم نه تر سپين ږیرې پورې ټول واکسین کوي.»

څو ورځې وړاندې هم د بې پولې ډاکترانو سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د خراب وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او د راپور په خپرولو سره یې ویلي چې په افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي، د مسلکي ډاکترانو د کمښت او د روغتیايي اړتیاوو د نه پوره کېدو له کبله د مړینې کچه لوړه شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې ویلي چې دوی د ټول هېواد روغتیایي پوښښ لپاره پلانونه لري او یو شمېر یې عملي کړي او له نړیوالو مرستندویه موسسو یې هم غوښتي چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو لپاره ورسره همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرف زمان وايي:

«تر هغه چې په لرو پرتو سیمو کې سپینې سیمې وې، موږ د میندو او ماشومانو لپاره کابو ۲۰۰ ځانګړي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي چې د (FHH) په نوم یادیږي، زموږ موخه دا ده چې د هیواد په ټولو لیرې پرتو سیمو کې د معیاري روغتیایی خدماتو وړاندې کول دي چې پخوا خلک د روغتیایی خدماتو څخه بې برخې وو.»

خو یو شمېر ډاکټران هم وايي، په افغانستان کې روغتیايي وضعیت د پخوا په پرتله له ستونزو سره مخ شوی دی.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول کم شوي او د درملو او طبي وسایلو په برخه کې ګڼې ستونزې شته.

ډاکټر اسماعیل (تخلیف) په دې نظر دی چې د افغانستان روغتیا سکتور د ناروغیو په ځانګړې توګه د پولیو سره د مبارزې لپاره بودیجې ته سخته اړتیا لري: «په ټولیز ډول په افغانستان کې د روغتیا وضعیت د پخوا په پرتله کمزوری شوی، درمل، خدمات، طبي تجهیزات او ډاکټران د ناروغانو لپاره کم شوی ، دا هرڅه بودیجې ته اړتیا لري، د عامې روغتیا وزارت نشي کولی دا بودیجه تمویل کړي.”

یو شمیر ډاکټران په روغتونونو کې د درملو او تجهیزاتو پر اړتیا باندې په ټینګار سره له اسلامي امارت او همکارو موسسو څخه غوښتنه کوي چې روغتیايي اړتیاوې پوره کړي:

ډاکټر کمین صافی وايي: «”له بده مرغه موږ په یو شمېر دولتي روغتونونو کې د طبي وسایلو او ماشینونو له کمښت سره مخ یو، په ځینو دولتي روغتونونو کې حتی درمل هم نشته چې ناروغ ته ورکړي، نو د روغتیا ریاست باید د اړتیا وړ وسایل برابر کړي، ځکه چې زموږ د هیوادوالو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، د دوی لپاره باید اړین درمل شتون ولري.»

په ورته وخت کې په هېواد کې د پولیو د کمپاین له پیل سره سم د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په یوه پیغام کې ویلي چې د پولیو نړیواله ورځ موږ ته دا را یادوي چې له دغې خطرناکې ناروغۍ سره په مبارزه کې مو څومره پرمختګ کړی او څه مو کړي دي. له نړۍ څخه د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره لا هم ډیر کار ته اړتیا ده.

د يادونې وړ ده، چې سږ کال په هېواد کې د پوليو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې د پوليو ويروس يواځې په افغانستان او پاکستان کې شتون لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *