ملابرادر آخند ملګروملتونوته په خطاب: دکډوالوحقوق وپېژنئ اوهغوته درناوی وکړئ
په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې غړو، د نړیوالو سازمانونو او په کابل کې د بهرنیو سفارتونو استازو او یو شمېر امارتي مسولینو شتون درلود.
په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې غړو، د نړیوالو سازمانونو او په کابل کې د بهرنیو سفارتونو استازو او یو شمېر امارتي مسولینو شتون درلود.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ د مختلفو لاملونو له امله په نړیواله کچه د کډوالو شمېر له ۱۰۰ میلیونو اوړي، چې له بده مرغه د ژوند له ډېرو اسانتیاوو محروم دي.
د برادر اخوند په وینا؛ که له یوه لوري په نړیواله کچه د کډوالۍ لاملونه ډېر شوي له بل لوري د کډوالو اساسي حقوق او د هغوی په اړه نړېوال قوانین او بشري اصول تر پښو لاندې کیږي، چې ښه بېلګه یې د ګاونډیو له لوري زموږ د افغان وروڼو په حق کې د هغوی پر اسلامیت، انصاف، ګاونډیتوب او
بشریت نه ولاړې پرېکړې دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ د افغانانو په حق کې د دې جفا تر شا چې کوم اهداف وو مرتکبین یې په ترلاسه کولو کې ناکام شول او د افغانستان اسلامي امارت بیا د الله تعالی په فضل وتوانېد، چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د راتګ ټولې چارې په ښه ډول مدیریت او د ژوند اړینې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
نوموړي له ټولو افغانانو، ملي سوداګرو، خیریه بنسټونو او د کډوالۍ په برخه کې له نړیوالو بنسټونو مننه کړې، چې د دغه بحران په مدیریت کې د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېدل او د خپل وس اړوند یې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې وکړې.
اقتصادي مرستیال له دوی غوښتي، څو په راتلونکي کې هم خپلو مرستو او د کډوالو لاسنیوي ته دوام ورکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند همدا راز د بشریت په حق کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې پر دوه مخي چلند تأسف څرګند کړی او ویلي يي دي؛ چې د افغان کډوالو او په غزه کې له ۱۸زره د زیاتو بې ګناه وګړو، ښځو او ماشومانو د قتل عام په اړه پر نمایشي غونډو بسنه کوي او پر اسلامي امارت بیا د ښځو د هغو حقوقو له امله بندیزونه او فشارونه واردوي، چې د بل هر وخت په نسبت اوسمهال په هېواد کې تأمین دي.
ملا برادر اخوند پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د کډوالو حقوق وپېژنې هغو ته درناوی وکړي او په تضمینولو کې یې خپل بشري مسئولیت اداء کړي.
همدا راز دې په غزه کې د نامشروع جګړې، ړندې بمبارۍ او بېګناه وګړو د بې کوره کېدلو د هغه بحران مخه ډب کړي، چې د سبا مدیریت یې د نن تر مخنیوي ستونزمن دی.
په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند په بهر کې پر مېشتو ټولو افغان کډوالو غږ کړی، چې هېواد مو له امنیت او د ژوند له ښکلا برخمن شوی دی خپل کور ته راستانه شئ، اسلامي امارت ستاسې هر ډول خدمت د ځان مسولیت ګڼي.