افغانستان

د چاپېریال د ساتني او ارزښت په اړه ویناوي وړاندي شوې

د جمعې مبارکي په ورځ د چاپېریال ساتني ملي ادارې په غوښتنه او د ارشاد حج او اوقافو وزارت په همکاري د هیواد د ۳۴ ولایتونو په مساجدو کي ملا امانو د جمعې مبارکې لمانځه د خطبو لوستلو پرمهال د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کي د چاپېریال د ساتني او ارزښت په اړه ترتیب شوي ویناوي وړاندي کړې.

ملا امامانو له هېوادوالو وغوښتل، چې چاپېریال ساتنه د ټولو دنده ده او خدای ج موږ او تاسو ته عظیم چاپېریال عطا کړی، چې د هغه ساتنه او پالنه پر ټولو لازمي ده او

باید شکر یې ادا کړو.

دیني عالمانو د اوبو، خاوري او هوا د ککړتیا د مخنیوي په هکله هیوادوالو ته هر اړخیزي سپارښتني وکړې او زیاته یې کړه، چې ددې درې عناصرو په پاک ساتلو او سالمي استفادې سره باید خپل مسؤلیت ادا کړو او هڅه وکړو چي خپلو راتلونکو نسلونو ته یو روغ او سالم چاپېریال په میراث پرېږدو.

د چاپېریال ساتني ملي اداره د هیواد د ارشاد حج او اوقافو وزارت او دیني عالمانو څخه مننه کوي چي په دې درانه مسئولیت کي یې ددې ادارې سره مرسته او همکاري وکړه او خلکو ته یې د اسلام مبارک دین په رڼا کې د چاپېریال ساتني او اهمیت په اړه لازمي سپارښتني او ویناوي وړاندي کړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *