افغانستان

په مزار ښار کې د طبي کثافاتو غير معياري اېښودل د اندېښنې وړ ده

د بلخ ولايت د چاپېريال رييس وايي، په مزارشريف ښار کې د روغتونونو، کلينيکونو او درملتونونو له خوا د طبي کثافاتو د اېستلو طريقه غير معياري او د اندېښنې وړ ده او دغه رياست به ډېر ژر په دې اړه اقدامات وکړي. د بلخ ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس مولوي محمد محمدي د دغه ریاست د روغتونونو او درملتونونو له مسئولینو سره د کتنې په هکله وویل: د څیړنو له مخې مونږ ته معلومه شوې چې روغتونونه، کلينيکونه او درملتونونه خصوصي شرکتونه خپل کثافات انتقالوي او دغه شرکتونه طبي کثافات په ښارګوټو او يا په دښتو کې پريږدي. هغه زیاته کړه: «د معیاري اورلګېدنې

یا د طبي کثافاتو د ښخولو اړتیا له هیچا پټه نه ده، خو له بده مرغه په مزارشریف ښار کې دا بهیر نه ترسره کېږي او په طبیعت کې د طبي کثافاتو خپرېدل د اندېښنې وړ دي.»

مولوي محمدي څرګنده کړه، چې ډېر ژر به د مزارشريف ښار روغتونونو، کلينيکونو او درملتونونو ته د طبي کثافاتو د اېستلو په اړه د حکومت پرېکړه او حکم اعلان شي او دا پروسه موږ ته د منلو وړ نه ده.

هغه وويل: هغه خصوصي شرکتونه چې په مزارشريف کې طبي کثافات لېږدوي، د طبي کثافاتو د تصفيې له اصولو نه خبر دي او يوازې دغه کثافات په طبيعت کې پرېږدي.

د يادونې وړ ده، چې د مزارشريف ښار کثافات د دغه ښار ختيځ ته په شل کيلو مترۍ کې په غير معياري ډول د طبيعت له مخې ايستل کېږي او د چاپېريال د ککړتيا لامل کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *