افغانستان
په کابل کې څه باندې ۲زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د کابل ولايت په خاک جبار ولسوالۍ کې د ۴٫۵ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د کابل ولايت په خاک جبار ولسوالۍ کې د ۴٫۵ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
ياده شبکه د دغه وزارت د سرپرست ملا محمد يونس اخندزاده له لوري د خاک جبار ولسوالۍ په
برملنګ کلي کې پرانيستل شوه.
په یاده شبکه کې د ۶۷ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د ۳۶ سولر تختو نښلول، د ۱۶۲)شیردهنونو نښلول او د ۵۳۶۱ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل وو، چې په بشپړېدو سره د نوموړي کلي ۲زره ۲۸۷کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ په يو شمېر سيمو کې خلک د څښاک اوبو د نشتون له کبله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.