افغانستان
د افغانستان د مسلح قواوو لوی درستیز د بدخشان د ۲۱۹ عمرثالث له فرقې څخه لیدنه وکړه
د هېواد د مسلح قواوو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ۲۱۹ عمرثالث له فرقې او جزو تامونو څخه ليدنه وکړه.
د هېواد د مسلح قواوو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ۲۱۹ عمرثالث له فرقې او جزو تامونو څخه ليدنه وکړه.
قاري فصیح الدین فطرت ولایت د ۲۱۹ فرقې له قومندان ملا حافظ مجاهد، د امنیه قومندان قاري عبدالواصل نظري او نورو پوځي منسوبینو سره په کتنه کې د یادې فرقې د پیاوړتیا، د ملت او دولت ترمنځ د ښو اړیکې، خلکو ته د امنیت د تامینولو او د سرتېرو د محاربوي او تخنیکي تمرینونو په اړه خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې مطبوعاتي مسوول ډګروال ملا نورالله نظري وايي، چې د هېواد لوی درستیز د دغه ولایت له سرتېرو او خلکو وغوښتل، چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو په منفي تبلیغاتو ونه غولېږي او له دولت سره په همغږۍ د خپل دین او هېواد په وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.